« د امريکا په زندانونو کي څه نا څه ۲ میلیونه کسان بندیان دي»
۱۴۰۳ اسفند ۲۲, چهارشنبهلکه څنگه چي "د زندان د پالیسي نوښت" له خوا په یوه رپوټ کي چې د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د مارچ ۱۱) خپور سوی دی، راغلي دي چي دغه رقم د بل هر ډیموکراټیک هیواد په پرتله د سړي پر سر ډیر لوړ دی.
د ۲۰۲۵م کال په کلني رپوټ کې د بندیانو شمیر۱۹۷۴۰۰۰ ثبت سوی دی چې د ۲۰۲۴م کال د کلني رپوټ په پرتله دوه فیصده لوړوالی ښيي. امریکايي ټولنه باید له ځانه وپوښتي چې ایا تر ۶۰۰۰ ډېرو زندانونو کې د دغه "ډله ایز بند" ګټه په کال کې د ۱۸۲ ميلیارډه ډالرو مالي لګښت توجیه کوي او که څنگه. د فدرالي احصایې د دفتر په وینا، امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۲۱م کال کې تقریباً ۳۳۲ ميلیونه نفوس درلود.
په نوموړي رپوټ کي زیاته سوې ده چي څه ناڅه ۴۵۷ زره نارینه او ښځینه بندیاني له قانوني پلوه مجرمین نه دي. هغوی معمولاً له دې کبله په توقیف کي دي چي ضمانت نه سي ورکولای. په اوسط ډول بندیان سوي کسان د هیواد د نور نفوس په پرتله بې وزلي دي. د ټولو بندیانو ۴۱ سلنه تورپوستي دي، په داسي حال کي چي هغوی د نفوس فقط ۱۴ سلنه جوړوي.
سربیره پردې نوموړی رپوټ د بندیگرت د توجیه کولو له پاره د جرمونو د کچې له لوړیدو څخه خبرداری ورکوي: د امريکا د FBI ادارې لومړني معلومات ښیې چې په ۲۰۲۴م کال کې د جرمونو کچه د لسو کلونو دمخه په پرتله په ښکاره ډول ټیټه وه.
دغه رپوټ د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالډ ترمپ هغه ادعا هم ردوي چی گواگي «غیرقانوني» کډوال د ډیرو جرمونو د رامنځته کیدو مسؤل دي. احصائیې ښيي چي په مقایسوي ډول پرته له اسناده کسان لږ جرمونه ترسره کوي.
د نوموړې پلټنې له مخې ځینو ایالتونو د تنکي ځوانانو بندیگرت راکم کړی دی. خو په هر حال، د زړو بندیانو شمیر مخ پر ډېریدو دی. لکه څنګه چې د غیر انتفاعي فکري انستیتوت «Prison Policy Initiative» یا "د زندان د پالیسي نوښت" لیکلي دي، ډېر یې د اوږدې مودې بند تیروي، په داسي حال کي چي د عامه خوندیتوب له پاره یې گټه کمه ده.