رپوټ: د PKK گوند ځان منحل او وسله واله جگړه پای ته ورسوله
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۲, دوشنبهپه دې اړه نوموړي گوند ته نیژدې خبري آژانس (فیرات) د دوشنبه په ورځ (۲۰۲۵م کال د می ۱۲) خبر ورکړ. د (PKK) منع سوی گوند د روان کال په مارچ میاشت کي د خپل بندي سوي مشر عبدالله اوجالان له خوا د سولې له غوښتنې وروسته له ترکیې سره سمدلاسه اوربند اعلان کړ. مخکي له هغه دغه ۷۵ کلن بندي خپلو پلویانو ته امر کړی ؤ چي Pkk گوند منحل کړي.
اړوند:د کردستان د کارګر ګوند منحل کيدل؛ په ترکيه کې به تاوتريخوالی پای ته ورسيږي؟
PKK گوند له ۱۹۸۴م کال راهیسي د ترکیې د حکومت په وړاندي مبارزه کوي. د نوموړي گوند هدف د یوې خودمختارې کُردۍ سیمې رامنځته کول وو. په ۲۰۱۵م کال کي په دې اړه د سوې خبرې اترې له ناکامۍ سره مخامخ سوې. مخکې له دې دکردانو د خپلواکۍ له پاره د پي کي کي، مبارزه په عمده توګه د ترکیې په جنوب ختیځ کې چي اکثریت یې کُردان دي تمرکز درلود.
په دا وروستیو کي بیا، تمرکز د عراق په شمال کې و، چیرې چې PKK میشت دی. PKK په سوریه کې له خپل کردي جمیعت سره هم نفوذ لري. د ترکیې پوځ په وار وار په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې د کرد ملیشو پر وړاندې عملیات ترسره کوي.