رويترز: د ایران په مظاهرو کې ۱۵۰۰ کسان وژل شوي
۱۳۹۸ دی ۳, سهشنبهرويترز خبري آژانس د ايران د کورنيو چارو وزارت د سرچينو په حواله ليکلي دي چي په نومبر مياشت کې د دوو اوونيو مظاهرو په ترڅ کې څه نا څه ۱۵۰۰ کسان وژل شوي دي. د رپوټ په حواله په وژل شويو کې ۱۷ تنکي ځوانانو او ۴۰۰ ښځې او همدا راز پوليس او عسکر شامل دي.
د مړو دا شمير تر اوسه تر څرگندو شويو شميرو ډېر لوړ دی. امريکا متحده ايالات اټکل کوي چې ښايي تر ۱۰۰۰ زیات انسانان به وژل شوي وي. د بشري حقونو سازمان «ايمنسټي انترنيشنل» وايي چې دوی د ۳۰۴ مظاهرو کوونکو د وژل کيدو په اړه معلومات لري. په دې توگه په دې تازه ناکراريو کې دومره ډېر انسانان وژل شوي چې د ۱۹۷۹م کال له اسلامي انقلاب راهيسې په هيڅ اخ و ډب کې نه ول وژل شوي.
د ایران حکومت ترا وسه د قربانيانو د خپور شوي شمير په اړه څه نه دي ويلي، خو د بخښنې نړيوال سازمان معلومات یې بې بسټه بللي او رد کړي دي.
د اسنا خبري آژانس په حواله د ایران د عدلیې وزير غلام حسين اسماعيل تیره اونۍ ويلي ول: «دا شمير د بې بنسټه ادعاو پرته بل هیڅ شی نه دی.» هغه زياته کړې وه چې د عدلیې وزارت دې رپوټ ته د ایران پر ضد د «پروپاگند» په سترگه گوري.
دا مظاهرې د نومبر پر۱۵نیټه هغه وخت پېل شوې چې حکومت د بنزينو د بیې د لوړولو اعلان وکړ. دوې ورځې وروسته احتجاج پلازمینې تهران ته وغځيد. په دې مظاهرو کې د ایران له مشرتابه څخه د استعفاء غوښتنه هم وشوه.
احتجاج کوونکو د ایران د روحاني او دولتي مشر ايت الله علي خامنه اي، عسکونه وسوځول. د کورنيو چارو وزارت د سرچينو په حواله، هغه په دې کار سخت په غوسه وو او له قهره ډک غبرگون یې وښود.
د سرچينې په حواله خامنه اي د نومبر پر ۱۷ نیټه د لوړ پوړو امنيتي چارواکو سره د ليدنې کتنې پر وخت ښايي ويلي وي: «د ایران اسلامي جمهوريت په خطر کې دی.» هغه زياته کړې وه: «هر هغه څه چې د مظاهرو د درولو له پاره ورته اړتيا وي، ویې کړئ. دا تاسې ته زما امر دی.»
د ايران د حکومتي وياند دفتر په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې ده. په ملگرو ملتونو کې د ایران استازولي هم پوښتنو ته ځواب نه ورکوي.
د رسمي ناتائيد شويو معلوماتو په حواله په نومبر میاشت کې پر دې سربيره تر ۱۰۰۰ زيات کسان نيول شوي هم دي، چې په هغوی کې د مظاهرو او احتجاجونو۱۸۰ مشران هم شامل دي چې د مرگ سزا له گواښ سره مخامخ دي.
پر انترنت د موقتي بندیز له کبله د ایران حکومت د دې زمینه برابره کړې وه چې د مظاهرو په اړه معلومات، انځورونه او ويديوگانې خپرې نه کړای شي.
bs/nz (rtr, dpa)