روسيې د زیلنسکي او ترمپ تر لېدنې مخکې پر اوکراین حملې کړي
۱۴۰۴ مرداد ۲۶, یکشنبهد اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په مقصد د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر سره د خبرو اترو له پاره واشنګټن ته ځی.
مسکو او کیف پر یو بل باندې حملې په داسې حال کې جاري ساتلي، چې د جګړې د پای له پاره ديپلوماتيکي هڅې هم ګړندۍ شوي دي.
د کیف هوايي ځواکونو ویلي چې روسیې پر اوکراین د ایران ساخت شاهین او نور ۶۰ ډرونونه او همدارنګه یو اسکندر توغندی توغولی دی.
نور ولولۍ: ترمپ تائید کړه چې له پوتین سره هوکړې ته نه دی رسیدلی
د اوکراین د جګړه ځپلې سیمې دونيڅک والې وادیم فیلاشکین وویل چې پر دغه سيمه د روسيې د شنبې ورځې حملو کې پنځه کسان وژل شوي دي.
د روسيې دفاع وزارت هم ويلي چې اوکراین پرې د ۶۴ ډرونو حملې کړي دي. د دغه وزارت په وینا ډېری ډرونونه پر سرحدي سیمو او د مسکو شرق ته پرتې نېژني نوګوروډ سیمې پر لور توغول شوي دي. یاده سیمه له اوکراین څخه سلونه کېلومتره لرې پرته ده.
د کورسک سرحدي سیمې سرپرست والي الکساندر خینشتاین وویل چې د اوکرايني ډرون په حمله کې یو کس په خپل موټر کې وژل شوی دی. ځايي چارواکوي ويلي چې په جنوبي سیمه ورونژ کې د اورګاډي شبکې یو کارکونکی د ډرون په حمله کې ژوبل شوی دی.
دغه حملې داسې وخت کېږي چې په پام کې ده د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي، د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې له ولسمشر دونالد ترمپ سره وګوري او په اوکراین کې د څه باندې درې کلنې جګړې د پای پر موضوع ورسره خبرې وکړي.
نور ولولۍ: آلمان د بهرنیو چارو وزیر: د اوکراین د سولې مذاکراتو له پاره اوربند ضروري دی
د ترمپ او زیلنسکي کتنه په الاسکا کې د پوتین او ترمپ تر ګډې ناستې درې ورځې وروسته کيږي.
په ورته وخت کې د رويټرز خبري اژانس د فینلنډ د ولسمشر دفتر له قوله لیکلي چې د دغه هېواد ولسمشر الکساندر شتوب به هم د نورو اروپايي رهبرانو تر څنګ د ترمپ او زیلنسکي تر منځ ناسته کې ګډون ولري. ټاکل شوې چې دغه غونډه به د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې وي.
روسیې د ۲۰۲۲م کال په فبروري کې پر اوکراین پوځي یرغل وکړ. له هغه وخت راپدېخوا دواړو هېوادونو پر یو بل د توغندیو او ډرونونو حملې جاري ساتلي چې په کې په زرونو خلک وژل شوي. د دغو حملو له کبله په میلیونو خلک بېځایه شوي هم دي.
نور ولولۍ: د اروپايي ټولنې مشران: اوکراین باید د سولې په پروسه کې ښکیل وي