روبيو: روسیه ښايي تر راتلونکې اوونۍ د اروبند شرایط مخته کړي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبهد مسکو او کیف چارواکو په اوکراین کې د روانې څه باندې درې کلنې جګړې په جریان کې د لومړي ځل له پاره د تېرې جمعې په ورځ په استانبول کې د سولې خبرې وکړې. تر هغه وروسته د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د دوشنبې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره پر ټيلفون جلا جلا خبرې وکړې. ترمپ د روان میلادی کال په سر کې واک ته له رسېدو راهیسې، هڅه کوي چې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي.
امریکا او متحدین ېې له روسیې څخه د یو ۳۰ ورځني اوربند غوښتنه کوي، اما د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین په پر له پسې توګه د کیف او د هغه د غربي متحدینو دغه غوښتنه رد کړې ده.
ورته نور ولولئ: ټرمپ: په اوکراین کې د اوربند مذاکرات به په بیړه پيل شي
خو د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چار وزیر مارکو روبیو، د سه شنبې په ورځ وویل چې د اوربند پر موضوع ېې له خپل روسي سیال سيرګي لاوروف، سره خبرې کړي دي. هغه هيله مندي وښوده چې دوی به په دې هکله «خپل شرایط ښايي د څو ورځو په جریان کې او هيله مندي شته چې په همدې اوونۍ کې» وړاندې کړي.
د اوربند او د بیا د جګړې د پای شرایط
روبیو، زیاته کړه چې روسیه به په دې هکله «خپل پراخ شرطونه وړاندې کړي چې په هغو سره به موږ د اوربند پر لور مخته ولاړ شو او اوربند به بیا موږ ته د دې موقع په لاس راکړي چې تر څو د جګړې د پای له پاره دقیقو مذاکراتو ته ورداخل شو.»
روبیو که شرایط واقع بینانه وي جګړه
روبیو زیاته کړه: «که چېرته شرایط واقع بینانه وي چې موږ پرې وشو کړی عمل وکړو نو بیا یو څه کيږي، خو که چېرته په هغو کې غېرواقع بینانه غوښتنې مطرح کيږي، نو بیا فکر کوم چې دا به [د ستونزې] ښکارندويي وي.»
ورته نور ولولئ: اوکرایني چارواکي: روسیې د سولې تر خبرو وروسته د ډرونونو تر ټولو لویه حمله کړې
پوتین همکارۍ او واټیکان کوربتوب ته لیوالتیا ښوولې
پوتین د ترمپ تر ټيلفوني اړيکې وروسته وویل چې هغه چمتو دی له اوکراین سره پر داسې یو «تفاهم لیک» کار وکړي چې وشي کړي د جګړې د پای د احتمالي حل لارې او په مختلفو دریځونو کې مرسته وکړي.
په عین حال کې د فرانسې خبري آژانس د ايټالیا د صدارعظمې جورجیا میلوني، د دفتر په حواله ويلي دي چې هغې د سه شنبې په ورځ وویل چې نوی پاپ څوارلسم پاپ لیوالتیا، ښوولې ده چې «په واټيکان کې د دواړو خواو ترمنځ د راتلونکې ناستې کوربه توب وکړي.»
بل خوا د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زيلنسکي پر مسکو بې باوري ښوولې او ويلي يې دي چې د خپلو اهدافو له پاره د فرصت طلبۍ په لټه کې دي. هغه پر ټولنیزې رسنۍ لیکلي دي: «دا روښانه ده چې روسیه د وخت رانیولو هڅې کوي تر څو ېې په واقعیت کې خپلې جګړې او اشغال ته ادامه ورکړي وي.»
پر روسیې د اروپايي ټولنې نوی تحریمونه
ورته نور ولولئ: اوکرايني چارواکي: د روسيې په یوه حمله کې ۹ کسان وژل شوي
دا په داسې حال کې ده چې اروپايي اتحادېې پر مسکو د خپلو تحریمونو په ادامه، د سه شنبې په ورځ پر مسکو خپل ۱۷م تحریم هم ولګاوه چې پکې روسي کښتۍ په نخښه شوي دي. دغه کښتۍ چې پر شېدو فلیت يا د بېړيو پټې ډلې په توگه پېژندل کيږي، پرې په وروستیو میاشتو کې په بالتیک بحیره کې د کیبلونو او پایپلاینونو د سبوتاژ کولو په موخه د ګڼو تخریبي اقداماتو ادعاوې شوي دي.
پر مسکو د اروپايي اتحاديې د وروستي تحریم تر اعلان مخکې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، یوهان وادیفول ویلی و چې روسیه په بالتیک بحیره کې «موږ ټول ګواښي.» د آلمان خبري آژانس په حواله روسيه د لګول شوو تحریمونو باوجود په دغو کښتیو کې د خپلو تیلو انتقالات کوي چې د فروشاتو څخه ېې لوړ عواید په لاس راوړي.
له آرشیف څخه: