روان کال له جرمني د کډوالو د اخراج شمېر زيات شوی
۱۴۰۴ مرداد ۳, جمعهد جرمني د کورنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې د ۲۰۲۴م کال د ورته مودې په پرتله سږ کال د کډوالو د اخراج شمیرې لوړې دي.
د جرمني له پاره بدیل (AfD) ګوند د یوې پوښتنې په ځواب کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت د ځواب له مخې، د روان کال د جنوري مياشتي له پیل څخه د جون تر پایه پورې له دغه هيواد څخه تر ۱۱۸۰۰ ډیر کسان اخراج شوي دي، چې دا شمېرې د تیر کال په همدې موده کې ۹۵۰۰ وې.
اړوند: له آلمانه د یوه ډله افغانانو اخراج؛ ملګرو ملتونو افغانستان ته د اخراجونو د «سملاسي توقف» غوښتنه کړې
د دغه راپور له خپریدو سره هم مهاله د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرينت، له اتریش، ډنمارک، فرانسې، چک جمهوریت او پولنډ څخه د کډوالۍ او پناه غوښتنې په اړه د سختو پالیسیو غوښتنه کړې ده.
د هغي اعلامېې له مخې چې د هیوادونو له خوا په ګډه خپره شوې ویل شوي چې د استوګنې د ځانګړي حالت پرته د کډوالو اغیزمن اخراج د اروپا په کچه د متوازن مهاجرت په پالیسۍکې د عامه باور رامنځته کولو له پاره یو بنسټیز شرط دی.