رسنۍ: ترمپ به له قطر څخه يوه لوکسه الوتکه ترلاسه کړي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۲, دوشنبهد اې بي سي نیوز "ABC News" رسنۍ په حواله د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، به د قطر له شاهي کورنۍ څخه یوه 747-8 بوينګ الوتکه د سوغات په توګه ترلاسه کړي. د نوموړې رسنۍ په خبره دغه لوکس جیټ الوتکه په داسي بڼه سمبالیدای سي چې هغه یې د Air Force One په توګه وکاروي.
دا ښایی له ډیرو ارزښتناکو ډالیو څخه یوه وي چې د امریکا حکومت تر اوسه پورې ترلاسه کړې ده.
د نوموړي رپوټ له مخې، د واک څخه دترمپ ، تر ګوښه کيدو وروسته به هغه د ولسمشرۍ کتابتون ته وسپارل سي.
ټرمپ په خپل آنلایني پلیټ فورم " تروث سوشل" کې ولیکل: " دغه حقیقت چې د دفاع وزارت په یوه ډیره عامه او شفافه معامله کې یوه ۷۴۷ ډوله الوتکه د سوغات په توګه ترلاسه کوي چې په لنډمهاله توګه به د ۴۰ کلن زړې الوتکې ځای ونیسي، فاسد ډیموکراتان دومره ډیر ځوروي چې دوی ټینګار کوي چې موږ ددغې الوتکې له پاره لوړه بيه ورکړې ده."
نوموړي رپوټ د دواړو سیاسي خواوو له خوا سخت انتقادونه راپارولي دي. ترمپ ته نیژدې یوې فعالې، لورا لومر، ویلی دي چې ددغې الوتکې منل به د حکومت له پاره «یو داغ» وي. هغې د ایکس په شبکه کې لیکلي:« موږ نه سو کولای له دریشي لرونکو جهادیانو له خوا یوه ۴۰۰ میلیون ډالري تحفه ومنو.»
د ډیموکراټ ګوند مرکزي دفتر اعلان کړی چې دغه اقدام ښيي چې ترمپ ، د ولسمشرۍ له دفتره د شخصي مالي ګټو له پاره استفاده کوي.
مخکې له دې، د سنا د ډیموکراتانو مشر چک شومر، په انتقادي توګه څرګنده کړه:" د امریکا د لومړيتوب" له پاره هیڅ شی دومره مهم نه دی لکه ایرفرانس وَن، چې د قطر له خوا وړاندې کیږي."
هغه په طنزیه ډول په ایکس ولیکل. "دا نه یوازي چې رشوت دی، بلکې دا د لومړۍ درجې بهرني نفوذ دی چې په اصطلاح د پښو له پاره اضافي ځای لري."
خو د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي سکرترې کارولین لیویټ، په یوه بیان کې ویل سوي دي چې د بهرني حکومت له خوا هر ډول ډالۍ "تل له ټولو نافذه قوانینو سره سم په بشپړ ډول منل کیږي. د ولسمشر ټرمپ حکومت د بشپړ شفافیت له پاره ژمن دی."
د امریکا متحده ایالاتو اساسي قانون ، حکومتي چارواکي له هر پاچا، شاهزاده او یا بهرني حکومت له خوا د هر ډول سوغات له منلو څخه منع کوي.
خو سرچینو د «ایبیسی» شبکې ته ویلي دي چې سپینه ماڼۍ او د عدلیې وزارت ادعا کوي چې دغه سوغات قانوني دی او رشوت نه دی، له دې کبله چې په بدل کې یې هیڅ امتیاز نه ورکول کيږي او نه هم کوم ځانګړي عمل ترسره کيږي.
قطر ویلي چې هغه رپوټونه چې جیټ الوتکې د ډالۍ په توګه یادوي "غلط" دي. د کارپوهانو په خبره، د نوي بوینګ ۷۴۷-۸ شاوخوا ۴۰۰ ملیون ډالر بيه لري.