کورنۍ جگړه: گوتیریش سوډان ته د وسلود لیږلو د بندیزغوښتنه کړې
۱۴۰۴ فروردین ۲۶, سهشنبه
گوتیریش د دوشنبه په ورځ (اپریل ۱۴ مه) پرته له دې چي د وسلو د انتقال کوونکو هیوادونو نوم واخلي، څرگنده کړه: «له بهر څخه ملاتړ او د وسلو لیږدول باید په ټپه ودریږي.»
نوموړي له هغو کسانو څخه چې په جګړه کې ښکیلو خواوو باندې "تر ټولو لوی نفوذ" لري وغوښتل چې هغه "د سوډان د خلکو د ژوند د ښه کولو له پاره وکاروي - او نه د دې ناورین د دوام له پاره."
گوتیریش څرگنده کړه: «یوازینۍ لار چي د ملکي کسانو ژوند خوندي کولای سي، هغه دا ده چي دغه بې معنی شخړه پای ته ورسول سي.»
په سوډان کي له دوو کلونو راهیسي، د پوځ د مشر فتح ال برهان او د RSF ملیشو د قوماندان محمد حمدان داګلو، د ځواکونو تر منځ د واک پرسر خونړۍ نښتې روانې دي. دغه نښتې د ۲۰۲۳ م کال د اپریل پر ۱۵مه پیل سوي دي.
د نوموړي هیواد شمال او ختیځ د پوځي حکومت تر کنترول لاندي دی. د RSF ملیشې د هیواد په جنوب کي پراخه سیمه او د دارفور تقریباً ټوله لویدیځه برخه کنترولوي.
د ملگرو ملتونو په حواله تر اوسه پوري په لسونو زره انسانان وژل سوي او څه د پاسه ۱۲ میلیونه انسانان تیښتې ته مجبوره سوي دي. هم پر پوځ او هم د RSF پر ملېشو باندي د جنگي جنایتونو د سرته رسولو تورونه لگول کیږي.
سوډان ، متحده عربي امارات په دې تورنوي چي د وسلو په استولو سره د نوموړو ملېشو ملاتړ کوي. خو هم ملېشې او هم د خلیج هیوادونه دغه ډول تورونه ردوي. د ملگرو ملتونو د کارپوهانو له خوا د تازه رپوټ له مخې، د کال له پیل راهیسې، له ابوظبي څخه د چاد له لارې دارفور ته د وسلو د لیږد په اړه پخواني رپوټونه تائید سوي نه دي.
خو د نوموړو معلوماتو له مخې دغه وسلې له لیبیا څخه سوډان ته استول سوي دي. د ملگرو ملتونو کارپوهانو څرگنده کړې ده چي سربیره پردې په گاونډیو هیوادونو لکه چاد، لیبیا او د مرکزي افریقا په جمهوریت کي جنگیالي استخدام سوي او جنوبي سوډان ته استول سوي دي. همدارنگه داسې باوري تورونه هم موجود دي چي د کولمبیا اجیران د ملېشو په څنگ کې جنگیږي.
د سه شنبه په ورځ (اپریل ۱۵ مه) په لندن کي د سوډان د وضعیت په هکله یوه غونډه جوړیږي. د ۱۷ هېوادونو او پنځو نړیوالو سازمانونو په گډون دغي غونډي کوربه توب د بریتانیا، جرمني، فرانسې، اروپايي ټولنې او افریقایي ټولنې له خوا کیږي. ويل کيږي چي تر اوسه پوري دواړي غاړي دې ته نه دي تياري سوي چي د خبرو اترو مېز ته کښېني.