دوبرینت: د افغانانو د منلو په اړه پریکړه به وخت ونيسي
۱۴۰۴ مرداد ۳۰, پنجشنبهسره له دې چې د آلمان له خوا د منلو د ژمنو لرونکي افغانان په پاکستان کې له اخراج سره مخامخ دي، خو د جرمني د کورنیو چارو وزیر ژمنه ونه کړه چې ژر به له پاکستان څخه له خطر سره مخامخ افغانان ومني.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینت د پنجشنې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د اگست ۲۱ مه) په برلین کې وویل، د هغه معیار دادی چې «د منلو بهیر باید په بشپړ ډول تکمیل او امنیتي ارزونه ترسره سوې وي.» هغه دې خبرې ته په اشارې سره چې دآلمان مخکینی حکومت هم د منلو د بهیر په بشپړولو کې چې ځینی یې له ۲۰۲۳ م کال راهیسې ادامه لري، بریالی نه ؤ، وویل: «دا داسي یوه موضوع نه ده چې وکولای سو هغه «د څو ورځو یا اونیو په ترڅ کې بشپړه کړو.»
اړوند:په جرمني کي د افغانانو د منلو پروگرام برخلیک لا معلوم نه دی
شاوخوا ۲۰۰۰ افغانان چې په افغانستان کې یې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له گواښ سره د مخامخ کیدو له امله د آلمان له خوا د منلو ژمنې ترلاسه کړې دي، له پاکستان څخه د اخراج له خطر سره مخامخ دي. هغوی له کلونو راهیسې آلمان ته د راتگ د ویزو په تمه ول چی د نورو ترڅنگ پراخو امنیتي ارزونو ته اړتیا لري.
د آلمان ائتلافي حکومت چې د مسیحي ډیموکراټ، د بایرن ایالت د مسیحي سوسیال او سوسیال دیموکراټ له گوندونو څخه جوړ دی، کړې وه چې د داوطلبانه منلو برنامې «د امکان تر حده»پای ته ورسوي. حتی په پاکستان کې د افغان مهاجرو د وضعیت له خرابیدو وروسته هم، دوبرینت د دوسیو انفرادي څېړلو ته ژمن دی.
دوبرینت وویل، هغو کسانو چې د منلو ژمنې یې ترلاسه کړې دي یو له بل سره ډیر توپیر لري. د هغه په خبره داسي کسان سته چې د آلمان د کورنیو چارو وزارت د ارزونو له مخې، د منلو قانوني الزامي ژمنې ورسره سوي. د نورو له پاره منل کيدل د قانوني پلوه الزامي نه دي. د دوبرینت د غوښتنې له مخې هغوی باید ویزه ترلاسه نه کړي.
سربیره پردې، هر هغه څوک چې امنیتي ارزونه په بریالیتوب سره ترسره نه کړي، آلمان ته باید د ننوتو اجازه ونه لري. دوبرینت په دې اړه د ارقامو له ورکولو ډډه وکړه چې کوم شمیر کسان لا کولای سي، په آلمان کې د منلو په تمه واوسي.