د«نیکول» طوفان د امریکا فلوریدا پر خوا ور روان دی
۱۴۰۱ آبان ۱۸, چهارشنبهاعلان
لکه څنگه چي د امریکا متحده ایالاتو د هریکن مرکز خبر ورکړی دی، کیدلای سي نن چهارشنبه ماښام د دغه هیواد په شرقي او جنوبي سواحلو کي د «نیکول» حاره اي طوفان نور هم قوي او وچي ته ورسیږي. ترهغه دمخه لا هلته د سخت باد او طوفان انتظار کیږي.
د فلوریدا په شرقي ساحل او د هغه همسایه ایالت جورجیا په سواحلو کي کیدلای سي سختي طوفاني څپې رامنځته، چي ډیري به خطرناکي وي. سبا هلته او د امریکا په جنوبي کارولاینا کي د سیلابونو راتلل هم ممکن دي.