څلورو لسیزو جګړو او سیاسي بدلونونو لکه د نورو افغانانو افغان اهل هنود او سکهان هم په هر لحاظ زیانمن کړي او آن دا، چې بې کوره کړي یې دي. له دې ډلې یو هم د پکتیا اوسېدونکی او افغان شاعر دیا سینګ انجان دی، چې له لسیزو راهیسې له خپل کلي، کور او وطن لیرې په کډوالۍ کې ژوند کوي. ښاغلی انجان په دې مرکه کې پر کډوالۍ او خپلې شاعرۍ غږېدلی دی.