You need to enable JavaScript to run this app.
محتوا ته تګ
اصلي مینو ته تګ
د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټول ویډیويي راپورونه
سیمې
افغانستان
آلمان
آسیا
اروپا
منځنی ختیځ
امریکا
موضوعګاني
مهاجرت
بشري حقونه
چاپیریال
برخي
سیاست
اقتصاد
ټولنه او فرهنګ
پوهه
مهمي موضوعګاني
په افغانستان کې د ښځو حقونه
پښتونخوا
ټول ویډیويي راپورونه
تلویزیون په ژوندۍ بڼه
اعلان
داعش
په دې پاڼي کي د داعش يا «اسلامی دولت» ترهګري ډلي په اړه مطالب لوستلای شئ.
د د دې موضوع په اړه ټول مطالب له برخې تیريدل
د دې موضوع په اړه ټول مطالب
څېړنه: په مرکزي اسيا کي د «IS» پلويان ډيريږي
له څه مودې راهيسي په دغه سیمه کی د اسلامي دولت ډلي د فعاليتونو په اړه راپورونه ورکول کيږي.
«اسلامي دولت» ډلي د جاپانيانو د وژلو گواښ کړی
دغي ډلي تر اوسه پوري شپږ تنه نور بهرنيان هم تر دغه شان گواښ وروسته وژلي دي.
په اسرائیلو کې د «اسلامي دولت» یوه هسته شنډه شوه
اسلامي دولت ډله په عراق او سوريه کي فعاله ده او يو شمېر سيمي يې هم نيولي دي.
افراطي «اسلامي دولت» ډلې ډیر شمیر یزیدیان آزاد کړي
په یو شمیر رپوټونو کې خو آن د یزیدي لږکیو له مذهبي ډلې سره تړاو درلودونکو د ۳۵۰ کسانو د آزادیدو خبره شوې ده.
امريکايي چارواکي: پر کانگرس باندي يرغل شند سو
د امريکا پر کانگرس باندي د يرغل په تور يو شل کلن ځوان نيول سوی دئ.
« اسلامي دولت» ډلې یوه بله ویډیو خپره کړې
دغه ویډیو« په داخل کې د یو دشمن کشفول» تر نامه لاندی خپره شوې ده.
يو شمېر پاکستاني جنگيالي له «اسلامي دولت» سره يو ځای سوي
دغو کسانو څه موده دمخه هم له دغي ترهگري ډلي سره د يو ځای کېدو اعلان کړی وو.
آلمان کې د (IS) یو شکمن غړی نیول شوی
نیول شوی شکمن کس د یکشنبې په ورځ د آلمان د فدرالي محکمې تحقیق کوونکو ته سپارل کیږي.
امريکا: اسلامي دولت ډله کمزورې سوې ده
د اسلامی دولت ډلي پوځي فعاليت په عراق کي کمزوری سوی دی
کردانو د کوباني ښار ډيري برخي بيرته نيولي دي
د «سوریې د بشري حقونو د څار سازمان» د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې کردي مدافعینو وکولای شول د کوباني ښار ۸۰ سلنه او نږدې ټولي مهمې امنیتي سیمې له ترهگري ډلي «اسلامي دولت» څخه بیرته ونيسي.
کابلوف: «اسلامي دولت» ډله به په افغانانو کي د جنگيالیو پيدا کولو کوښښ وکړي
د روسيې يو لوی ديپلومات وايي، چي په عراق او سوريه کي فعاله «اسلامي دولت» ترهگره ډله تلاښ کوي چي په افغانانو کي جنگيالي پيدا کړي. دغه ديپلومات زياته کړې ده، چي دا کيدای سي د افغانانو له پاره ستر گواښ وي.
«اسلامي دولت» ډلې لبنان ته هم مخ اړولی
د لبناني چارواکو په حواله « اسلامي دولت» ډله پر لبنان د برید او د دغه هیواد د اطرافي سیمو د نیولو له پاره تیارۍ نیسي. په دې ترڅ کې د شنبې ورځې په جگړه کې هم په لسگونو کسانو ته مرگ ژوبله اوختې ده.
په سوريه کي د ياغيانو پنځو ډلو ايتلاف کړی
د سوريې په اپوزيسيون کي د دوامداره سياليو اصلي علت، له بشارالاسد سره په مبارزه کي ناکامي ده. اوس په حلب ښار کي د ياغيانو پنځو ډلو يو نوی ايتلاف جوړ کړی دئ.
«اسلامي دولت» ډله له يزيدۍ مېرمنو د مينځو کار اخلي
د بخښني نړيوال سازمان «له دوږخه فرار» په نامه راپور کي ليکي، چي په عراق کي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» له خوا په ډېري بې رحمۍ سره له يزيدۍ مېرمنو څخه د مينځو کار اخلي، شکنجه کوي ئې او بد لمني ور اړوي.
کوردان: ډير ژر به سنجار ونيسو
په لومړي سر کي داسي معلومېدل چي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» مخه به په عراق او سوريه کي هيڅوک را ونه ګرځولای سي. خو کوردي ملېشې وايي چي ډېر ژر به د سنجار سيمه ځيني ونيسي.
آيا د «اسلامي دولت» ډلي تبليغاتو اغېزه کړې؟
د «اسلامي دولت» ډلي افراطي ایدیالوژي په آسترالیا او سویلي آسیا کې هم سخت دريځه مسلمانان خپلي خوا ته جذبوي. په سيدني کې د یرغمل نیونې پیښه ښایي له هغوی سره تړاو ولري.
د داعش پرضد مبارزې ته د ايراني کردانو تمرينونه
له افراطي ډلي «اسلامي دولت» سره د مبارزې له پاره د عراق په کرد مېشته اربيل ښار کي ايراني کردي ځوانان او پېغلاني پوځي تمرينونه کوي. په دغه مبارزه کي ښځي له نارينو سره پر اوږه ولاړي دي.
د «اسلامي دولت» او «القاعدې» ترمنځ رقابت
په مصر، لیبیا، الجزایر او یمن کې د «اسلامي دولت» ډلي ډيرېدونکي نفوذ، د القاعدي پر ترهگري شبکې باندي ساحه تنگه کړې ده. په دغو هیوادونو کې جهاديان له اسلامي دولت ډلي سره یوځای کیږي. آیا دوی د القاعدې ځای نیولای شي؟
امريکا د «اسلامي دولت» د ليبيايي کمپونو څارنه کوي
په ليبيا کي دولت سقوط کړی دی. د دغه هيواد برخي د بېلو بېلو ملېشو تر ولکې لاندي دي. د امريکا متحده ايالات وايي چي اوس «اسلامي دولت» هم ليبيا ته پام اړولی دی.
ایران د «اسلامي دولت» پر مرچلو بمبارۍ کوي
د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر ضد جگړه کې ایران د عراق د حکومت تر څنگ ولاړ دی. د پنتاگون د معلوماتو له مخې اوس د ایران رژیم له امریکا سره بې له مشورې په عراق کي په اول وار د «اسلامي دولت» پر ضد هوايي بریدونه کړي دي.
د عراق خيالي پوځ
د عراق په پوځ کې تر هغه وروسته د ادارې فساد په اړه بحثونه رامنځ ته شوي دي چې د دغه هیواد چارواکو په لسونو زره داسي عسکرو ته معاشونه حواله کړي ول، چې اصلاً يې وجود نه لاره.
کوردان: «اسلامي دولت» له ترکيې راباندي بريد وکړ
کوردي ملېشه وايي چي د «اسلامي دولت» جنګياليو په کوبانې کي د دوی پر پوسته بريد کړی دی. هغوی ادعا کوي چي بريد کوونکي د ترکيې د سرحد لخوا سوريې ته ورغلي ول.
«د افغانستان هيروئين د اسلامي دولت ډلي ملا تړي»
په روسيه کي د نشه يي موادو د راکړي ورکړي د کنترول اداره وايي چي د افغانستان هيروئين په عراق او سوريه کي د «اسلامي دولت» ډلي مالي ملاتړ کوي.
د نفوذ پر سر د القاعدې او «اسلامي دولت» سیالي
په افریقا او آسیا کې ورځ تر بلې زیاتره ترهگرې ډلې د «اسلامي دولت» نومې افراطي ډلې سره یو ځای کیږي. ځکه دغه ډله سخت دریځي او اوسمهال د القاعدې پر پرتله بریالۍ ده. بله موضوع د دواړو ډلو د اهدافو په منځ کې توپیر دی.
سوریه: هوایي برید په لسونو ملکي وگړي وژلي
د اسلامي دولت ترهگري ډلي تر کنترول لاندې ښار رقه کې دولتي هوایي بریدونو په لسونو کسان وژلي دي. دا د سوریې د حکومت له خوا پر دغه ښار باندي د اسلامي دولت تر کنترول وروسته تر ټولو سخت بریدونه ول.
«اسلامي دولت» د وژني نوې ويډيو خپره کړې ده
د «اسلامي دولت» په نوم وسله والې ډلې ادعا کړې ده چي د امريکايي وګړی پېټر کېسيګ څخه يې سر پرې کړی دی. په اسلامي تندلارو وېبپاڼو کي یوه ویدو خپره شوې چې د دغه بیرحمانه عمل ثبوت ښي.
د «اسلامي دولت» مشر د خلافت د غځولو خبره کړې
د «اسلامي دولت» ترهگرې ډلې یوه ثبت شوې غږیزه بیانیه خپره کړې ده چې په کې یو کس چې ادعا کیږي د دغې ډلې مشر ابوبکر البغدادي، دی وایي چې خپل خلافت به د عراق او سوریې تر څنگ نورو هیوادونو ته هم وغځوي.
اوباما: د «اسلامي دولت» پر ضد د مبارزې نوی پړاو پیل سوی
د امريکا په ملاتړ، عراق د «اسلامي دولت» نومي افراطي ډلي پر ضد د عملیاتو یو نوی پړاو پیل کړی دی. اوباما د یوه پوځي تحول او برلاسي توب هیله من دی. د دغي ډلي د مشر ابوبکر البغدادي د برخلیک په هکله بیلا بیلې اوازې موجودي دي.
د «اسلامي دولت» ډلې پر کاروان هوایي برید
امریکا متحده ایالاتو د یو لړ هوایي بریدونو په ترڅ کې د عراق په شمال کې د موصل ښار په څنډه کې د«اسلامي دولت» افراطي ډلې رهبران په نخښه کړي دي. خو څرگنده نه ده چې د دغه ډلې مشر د برید په قربانیانو کې شامل دی او که نه؟
ايا داعش اوس سني مسلمانان هم وژني؟
ویل کیږي چې توندلارې وسله والې ډلې «اسلامي دولت» د عراق په انبار ولايت کي د يوې سني مذهبه قبيلې څه نا څه ۳۰۰ غړي وژلي دي. له بلې خوا فبیلې اوس هم د دغې ډلې پر وړاندې مبارزه کې د بغداد د ملاتړ په اړه بیلابیل نظرونه لري.
په افغانستان او پاکستان کې د داعش د پیدا کیدو ویره
د «اسلامي دولت» یا پخوانۍ داعش نومې افراطي ډلې په افغانستان او پاکستان کې د تندلارو په جذبولو لاس پوری کړی دی. د دغو دواړو هیوادونو چارواکي اندیښنه لري چې له دې سره به په سیمه کې د زور زیاتیو لمن لاپسې پراخه شي.
د عراق کوردي «پېشمرگي» کوباني ته ننوتل
د «پېشمرگي» په نوم د عراق کوردي ملیشې د ترکیې پولي ته څرمه د سوریې کوباني ښار ته رسیدلي دي. دغه ښار د افراطي اسلامپاله ډلې «اسلامي دولت» له خوا کلابند دی. نړيوال ائتلاف بيا په دغه ښار کي د ترهگرو پر مورچلو بمبارۍ کړي دي.
له «IS» سره ۱۵۰۰۰ بهرنيان يوځای سوي دي
د ملگرو ملتونو د يوه راپور له مخي له «اسلامي دولت» ډلي سره د دباندنيو جنگياليو شمېر تر هغه ډېر دئ چي اټکل ئې سوی وو. هوايي بمباريو هم د دغه بهير مخه نيولې نه ده.
له جهاديانو سره بايد څه وسي؟
په آلمان کي د سلفيانو شمېر ورځ تر بلي ډيريږي. په دې نژدې وختونو کي کېدای سي چي شمېر ئې ۷۰۰۰ ته ورسيږي. د دوی يو شمېر ئې همدا اوس تيار دي چي جهاد ته ولاړ سي. له دوی سره بايد څه ډول چلن وسي؟
د اسلامي دولت ډلي پرضد جنگ کي بريا
د کوردانو «پېشمرگي» جنگیالیو او عراقي پوځ د عراق په شمال کې د افراطي ډلي «اسلامي دولت» جنگیالي له دوو ښارونو څخه پر شا کړي دي. د سوریې په کوباني ښار کې کوردي جنگیالي لا هم د ملاتړ د تر لاسه کولو په انتظار دي.
د سوريې آزاد پوځ کوباني ته ۱۳۰۰ جنگيالي لېږي
اوس د سوريې ياغيانو د آزاد پوځ جنگيالي هم غواړي چي د دغه هيواد په شمال کي د کورد مېشته ښار کوباني دفاع ته ور ودانگي. د امريکا محتدو ايالاتو هوايي بمبار بايد هغوی ته تر دغه ښاره پوري لاره پرانيزي.
ولي له افراطيانو سره د ښځو لېوالتيا ډېره سوې؟
ورځ تر بلي له لویدیځو هیوادونو څخه د هغو ښځو او نجونو شمېر پر ډېرېدو دئ چي له افراطي ډلي «اسلامي دولت» سره یو ځای کیږي. د څېړونکو په آند د نجونو د دغي سختي پریکړي تر شا بېلا بېل دلیلونه موجود دي.
طالبان او القاعده د اسلامي دولت ډلي تر فشار لاندي
اسلامي دولت افغانستان او پاکستان ته د لارموندني گواښ رامنځ ته کړی دی. دې موضوع د چارواکو او ان په دې هیوادونو کې د افراطي یاغیانو په منځ کې اندیښنې راپارولي دي.
«د عراقي ايزيديانو د نسل وژني هڅي»
د عراق په شمال کې ترهگري ډلي «اسلامي دولت» د ایزدي لږکیو پر کلیو باندي يرغلونه کړي دي او هغه یې تر خپلې ولکې لاندي راوستي دي. ملگري ملتونه اوس په دغه ځای کې د احتمالي نسل وژني څخه خبره کوي.
د «IS» لاس ته د امريکايي وسلو د لوېدلو امکان
پنتاگون ویلي دي چې په کوباني ښار کې له هوا څخه ورغورځول شوي ټولي وسلې د «سمو کسانو» لاس ته لویدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي دولت ډلي جنگیالیو یوه داسي ویدیو خپره کړې ده چې پکښي له نويو وسلو سره ښوول کيږي.
اسلامي دولت پر کوباني نوي بریدونه کړي
امريکا متحده ایالات د سوریې په سرحدي ښار کوباني کې کردي جنگیالیو ته وسلې لیږي. ترکیې اعلان کړی دی چې د کردي پیشمرگو پر مخ به خپله پوله پرانیزې ترڅو کوباني کې د «اسلامي دولت» ملیشو پر ضد وجنگیږي.
د بريتانيا بې پيلوټه الوتکي له افغانستان څخه عراق ته انتقاليږي
بريتانيا په پلان کي لري چي ډير ژر خپلي بې پيلوټه الوتکي له افغانستان څخه په عراق کي د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» پرضد وکاروي. دا به لومړی وار وي چي بريتانيا له افغانستان څخه دباندي بې پيلوټه الوتکي په ماموريت گوماري.
امریکا پر اسلامي دولت نوي بریدونه کړي دي
امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې په سوریې او عراق کې یې د اسلامي دولت ترهگرې ډلې پر وړاندې څو هوایي بریدونه کړي دي. فعالان وایي چې کوردي جنگیالیو له کوباني ښار څخه په دفاع کولو کې واړه پرمختگونه کړي دي.
اوباما: د «اسلامي دولت» پر ضد جگړه اوږده ده
د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د «اسلامي دولت» نومې ترهگرې ډلې پر ضد د نړیوال ائتلاف د غړو په لومړۍ غونډه کې وویل چې د دغو ملیشو پر وړاندې بریا ښايي په هغې اندازې چې مخکې یې تمه کیده کم وخت کې حاصله نه شي.
آيا «IS» د کوباني ښار مرکز ته رسېدلي؟
د بشري حقونو د فعالانو په خبره د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» جنگيالي په اول وار د کوباني ښار د مرکز پر لور پرمختگ کړی دئ. ترکيه اوس سمدلاسه د دغي ډلي پرضد عملياتو له پاره خپلي پوځي اډې نه پرانيزي.
ترکيه د «IS» پرضد ائتلاف سره همکاري کوي
ترکیې امریکا متحدو ایالاتو ته له خپلو هوایي اډو څخه د «اسلامي دولت» ډلي پر ضد د هوایي عملیاتو د ترسره کولو اجازه ورکړې ده. دا پریکړه پر ترکیې باندي تر نړیوال فشار وروسته د انقرې له خوا نیول شوې ده.
«اسلامي دولت» د کوبانې ښار محاصره کړی دی
کوردي مليشو د «اسلامي دولت» د لا زيات پرمختګ د مخنيوي لپاره خپل کوښښونه زيات کړي دي. دا په داسي حال کي چي ويل کيږي د دغه ښار ۴۰ فيصده برخه تر مخه لا د «اسلامي دولت» په لاس کي لوېدلې ده.
د IS پرضد موثري ستراتيژۍ د جوړولو هڅي
د سوريې په کرد مېشته ښار کوباني کي وضعيت سم نه دئ. خو څرنگه سړی کولای سي چي د «اسلامي دولت» ډلي جنگيالي پر شا کړي؟ د امریکا متحدو ايالاتو د لوی درستيز ديمپسي، په وړانديز د IS پرضد اتحاد بيا سره راټوليږي.
په کوباني کي جنگ روان دی
ظاهراً داسي ښکاري چي کردانو دي تر اوسه لا د کوباني ښار ساتلی وي. خو امریکا متحد ايالات بيا باور نه لري چي يوازي دي په هوايي بريدونو سره له ترکيې سره په سرحد کي د سوريې دغه ښار له اسلامي دولت ډلي څخه وستاتل سي.
د کردانو په مظاهرو کي مرگ ژوبله رامنځ ته سوې
په ترکيه کي د کردانو د مظاهرو پر مهال ۱۲ انسانان وژل سوي دي. کردانو غوښتنه کوله چي د اسلامي دولت ډلي پرضد د کوباني ښار ساتني ته دي پاملرنه وسي. دغه ښار له څو اونيو راهيسي کلابند دئ.
مخکينۍ پاڼه
د 26 پاڼو څخه 24
بله پاڼه