د ۲۰۲۰م کال په راتګ سره په آلمان کې د اورګاډو کرایې ټیټې شوې
۱۳۹۸ دی ۱۲, پنجشنبهد دویچه بان په نامه د آلمان د اورګاډو شرکت د ۲۰۲۰م کال په راتګ سره د اورګاډو د ټکټونو په بیو کې هم کمښت راوستلی دی. یاد شرکت د اوږدو مزلونو د ټکټونو په بیه کې لس سلنه کمښت معرفي کړی دی. د آلمان د حکومت کابینې په دې وروستیو کې د اورګاډو پر کرایو باندې مالیې له ۱۹ فیصدو څخه یوازې ۷ فیصدو ته را ټیټې کړې څو خلک وهڅوي چې د موټرو پر ځای په اورګاډو کې سفرونه وکړي. دغه اقدام د آلمان د حکومت د اقلیمي بدلون د مبارزې د هڅو یوه شمیرل کیږي.
دویچه بان په دې هکله پر خپله رسمي ویبپاڼه لیکلي: «موږ د مالیو دغه کمښت خپلو پیردونکو ته ور انتقالوو.» د یادولو وړ ده چې د بیو دغه کمښت یوازې به هغه صورت کې د عملي کیدو وړ دي چې د اورګاډې د تګ فاصله تر ۵۰ کیلومترو پورې وي او مسافر د اورګاډو له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته سفر وکړي. په ورته وخت کې د آلمان د اورګاډو شرکت په ځانګړو تخفیفونو کې هم کمښت راوستی او د بایسکل د انتقال بیې یې هم راټیټې کړي دي.
د آلمان د اورګاډو د شرکت یا دویچه بان مشر ریچارد لوتز، وویل چې دویچه بان نه غواړي د مالیو له کمښت څخه پیسې وګټي بلکې غواړي چې دغه کمښت د اورګاډو پر ټکټ اخیستونکو هم وویشي. یاد شرکت هیله څرګنده کړې چې د بیو په دغه کمښت سره به ښايي شاوخوا ۵ میلیونه نوي پیریدونکي ور جذب کړي.
د دویچه بان په نامه د آلمان دغه دولتي شرکت غواړي تر ۲۰۲۶م کاله پورې د نویو اورګاډو په رانیولو شاوخوا ۱۲ میلیارده یورو چې شاوخوا ۱۳ اعشاریه ۴۶ میلیارده ډالر کیږي، مصرف کړي.