د ۲۰۱۸ کال د برليناله د فلم فیستیوال
د برليناله فلم فیستیوال د اروپا د مهمو فلمي میلو څخه یو دی. د برليناله سږنې فیستیوال د فبرورۍ میاشتې په ۱۵ پیل شوی او تر ۲۵ نیټې پورې به دوام وکړي. د دې فلمي فیستیوال په اړه لنډ معلومات په دې انځوریز رپوټ کې لوستلی شئ.
د فیستیوال لومړی فلم
سږ کال د امریکایې ډایرکټر ویس اینډرسن د فلم 'Isle of Dogs' له نندارې سره په رسمي ډول د برليناله د فلم فیستیوال پرانیسته وشوه.
د فلم ستوری ډایرکټر:
په دې فلمي فیستیوال کې د هغو ډایرکټرانو په خوا کې چې له خپلو فلمونو سره یې په دې فیستیوال کې برخه اخیستې ده د امریکایې ډایرکټر ویس اندرس تر څنګ Gus van Sant هم حضور لري چې په دې فیستیوال کې د لوړې جایزې ترلاسه کولو ته ډیر هیله مند دی.
په سیالۍ کې آلماني فلمونه:
سږ کال د آلمان په مشارکت لس فلمونونو به دې فیستیوال کې برخه اخیستې. په دې کې د مشهور آلماني فلم جوړونکو کرستیان فیټزولډ، فلپ ګریونګ او اینا شیګرز فلمونه شامل دي.
د غیر عادي کیسو فلمونه
سږ کال په دې فیستیوال کې هغه فلمونه هم شامل دي چې غیر عادي کیسې لري. په سږني فیستیوال کې نه یوازې د آلمان، امریکا متحده ایالاتو او اروپایې هیوادونو، بلکې د لاتين امریکا او ایران فلمونه هم نندارې ته وړاندې کیږي.
په ژوري هئیت کې مشهورې څیرې
سږکال د نړیوال ژوري هیئت مشري آلمانی ډایرکټر ټام تیوک ویر، کوي. فرانسوي فلمي ستورۍ سیسيلي دی فرانس، امریکایې فلم جوړونکی اډیل رومانسکي او جاپاني کمپوزر له هغه سره په ژوري هیئت کې شامل دي.
#MeToo:
په دغه فیستيوال کې به چې ۱۱ ورځې به دوام پیدا کړي په فلمي صنعت کې د جنسي ګټې اخیستنې په اړه له «واک څخه د ناوړه استفاده» موضوع به د ډیرو بحثونو سرټکي وي.
پر سور فرش، فلمي ستوري
د سږني فیستیوال د جامو یا دریشۍ له پاره تور رنګ انتخاب شوی دی. ډیري فلمي ستوري په تور رنګه زړه راښکونو جامو کې را څرګندیږي.
فورم سیکشن یا برخه
په عام ډول د دې سکشن یا برخې له پاره د داسې ډایریکټرانو انتخاب کیږي چې عموماً په آلمان کې یې خلک نه پیژني. په دې برخه کې سږ کال د تایلنډ هیواد یوه ډایرکټره شامله ده چې سږ کال خپل پیځم فلم نندارې ته وړاندې کوي.
پینوراما سیکشن
سږ کال په دې برخه کې مختلف فلمونه ښودل کیږي. په دې د برازیلي همجنسباز آئیکون لواننا میونس پر ژوند جوړ فلم شامل دی چې تمه کیږي د نندارچیانو پام به ځانته را واړوي.
په برليناله کې شامل استعدادونه
برليناله تل د ځوانانو او تازه فلم جوړونکو د ملاقات یوه وسیله پاتې شوې ده. سږ کال هم د نړۍ له ۸۱ هیوادونو څخه ۲۵۰ تنه دغه فیستیوال ته وربلل شوي دي.