د یونان ساحلي گارد کریت ټاپو ته څرمه په سلونو مهاجر ژغورلي
۱۴۰۴ خرداد ۵, دوشنبهد یونان ساحلي گارد، په دا وروستیو ورځو کي کریت ټاپوته نیژدې له اوبو څخه تر ۵۰۰ اضافه پناه غوښتونکو له ژغورلو څخه خبر ورکړی دی. یوازي د دوشنبې په ورځ له کښتیو څخه د ۱۳ کوچنیانو په گډون ۲۸۰ کسان ژغورل سوي دي.
ډېر ژغورل سوي کسان د مصر، سوډان او بنگله دیش له هیوادونو څخه دي. له هغوی څخه زیاترو یې ویلي دي چي دغه سمندري سفر یې له لیبیا څخه پیل کړی وو او د هغه له پاره یې د ۱۵۰ او ۲۰۰ زرو ترمنځ مصري پوڼد چي د (۳۰۰ تر ۴۰۰ ډالر) معادل دي، ورکړي دي.
د ژغورونکو کسانو په ډله کي یو شکمن سوډانی قاچاقبر هم شامل دی.
یونان د هغو کسانو له پاره اروپا ته د داخلیدو له اصلي دروازو څخه یوه ده چي له آسیا، افریقا او منځني ختیځ څخه د جگړو او فقر له امله تښتي.
دغه پناه غوښتونکي هڅه کوي چي ځانونه په مدیترانه کي د یونان ټاپوگانو ته چي د اروپايي ټولني غړی هیواد دی، ورسوي.
د ملگرو ملتونو سازمان د رپوټونو له مخي، تیر کال له دغه خطرناکې سمندري لارې څخه د تیریدو پر وخت څه ناڅه ۲۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ۲۰۲۳م کال په جون میاشت کي په مدیترانې سمندر کي، پیلوس ټاپو ته نیژدې د «آدریانا» کښتۍ په ډوبیدو سره یو تر ټولو جدي ناورین رامنځته سو.
د ملگرو ملتونو سازمان د اټکلونو له مخې په دغه کښتۍ کي څه د پاسه ۷۵۰ مهاجر سپاره ول، چي یوازي ۱۰۴ کسان يې ژوندي پاته سول او په کښتۍ کي له سپاره کسانو څخه يوازي د ۸۲ کسانو جسدونه وموندل سول.
کریت ټاپو ته څه د پاسه ۴۰۰۰ مهاجر رسېدلي دي
داسي ښکاري چي کریت ټاپو ته د لیبیا لار د پناه غوښتونکو له پاره په یوې نوې لار اوښتې وي. سږکال د یونان بل هیڅ ټاپو د دغه شمیر مهاجرو د ورتگ شاهد نه وو.
د ملگرو ملتونو سازمان د پناه غوښتونکو ادارې د رپوټ له مخې د روان میلادي کال له پیل راهیسي، تر اوسه پوري ۱۱ زره ۳۰۵ پناه غوښتونکي د کښتیو په مرسته یونان ته رسېدلي دي چي د کریت ټاپو ته رسیدونکي پناه غوښتونکي د هغوی یو پر دریمه برخه ده. تیرکال په مجموعي ډول تقریباً ۵۴ زره کسان د سمندر له لارې یونان ته ورسېدل.
د یوناني چارواکو په حواله په ۲۰۲۴م کال کي شاوخوا ۵۱۰۰ کسان کریت ټاپو ته رسېدلي ول. دغه رقم په روان میلادي کال کي تر اوسه پورې ۴۰۰۰ دی. گومان کیږي چي د هوا په ښه کیدو سره به دغه رقم لاپسې زیات سي.
د اروپايي ټولنې د مقرراتو له مخې، پناه غوښتونکي باید په هغه غړي هیواد کي د پناه غوښتنې عریضه وړاندي کړي، په کوم کي چي د اول ځل له پاره ورداخلیږي.