د گورباچوف مړینه : له آلمانیانو سره د هغه اړیکي
"جرمنیان گورباچوف ته د »گوربي« خطاب کوي. په دغو انځورونو کي به د شوروي اتحاد د لومړني او یوازیني ولسمشر په توگه د گورباچوف او آلمان اړیکو ته یو نظر واچوو.
د «اتحاد د پلرونو»مجسمې
د شوروي اتحاد ولسمشر میخایل گورباچوف په ۹۱ کلنۍ کي له دې نړۍ څخه سترگي پټي کړې. د جرمني د بیرته یوځای کیدو راهیسي جرمنیان هغه ته د «گوربي» خطاب کوي. په برلین کي د »اتحاد د پلرونو« له پاره مجسمې د جرمني د بیرته یوځای کیدو د شلمي کالیزي په مناسبت پرانیستل سوي دي. له کیڼ خواڅخه: د امریکا ولسمشر جورج بوش، گورباچوف او د آلمان صدراعظم هیلموت کول.
د یوې تاریخي دوستۍ پیل
د میخایل گورباچوف او هیلموت کول لومړنی او یوازینی انځور. د ۱۹۸۵م کال په مارچ میاشت کي د جرمني صدراعظم د شوروي اتحاد د کمونیستي گوند عمومي منشي کونستانتین چیرنینکو د ښخولو په مراسمو کي د گډون له پاره مسکو ته تللی وو. گورباچوف سمدستي د هغه دنده پرغاړه واخیسته. په دغه وخت کي د دواړو سیاستوالو ترمنځ یوه داسي تاریخي دوستي پیل سوه چي د ټولي اروپا سرنوشت یې باید ټاکلی وای.
له مسکو څخه د ختیځ سیاست د معمار لیدنه
دعمومي منشي په توگه د گورباچوف تر ټاکل کیدو وروسته د جرمني پخواني صدراعظم، ویلي براند هم مسکو ته سفر کړی وو. هغه له ۱۹۶۹ څخه تر ۱۹۷۴م پوري د خپلي صدراعظمي پروخت د ختیځ د نوي سیاست د معمار لقب وگټی.داسي یوه معمار چي باید د شوروي اتحاد، شرقي آلمان او شرقي اروپا ترمنځ اړیکي عادي کړي. له همدې کبله یې په ۱۹۷۱م کال کي د نوبل د سولي جایزه ترلاسه کړه. گورباچوف بیا دغه جایزه په ۱۹۹۰م کال کي په لاس راوړه.
د بُن په (مارکټ پلتڅ) کي تود هرکلی
په ۱۹۸۹م کال کي د برلین دیوال چپه سو. تر دغي پیښي یو څو میاشتي وروسته په جون میاشت کي گورباچوف آلمان ته رسمي سفر وکړ. په جرمني کي د هغه او مېرمني د زړه له کومي هرکلی وسو. لکه دلته د بُن په مارکټ پلتڅ کي.
«هر څوک چي ناوخته راځي، هغه جزا ویني»
د همدغه کال په مني کي گورباچوف له شرقي برلین څخه لیدنه وکړه، چیري چي د شرقي آلمان د جوړیدو د ۴۰ مي کالیزي هرکلی کيدی. اېریش هونیکر له هغه څخه په سوسیالیستي ښکلولو سره هرکلی وکړ. وروسته گورباچوف د SED همکارانو ته د پیریسترویکا پالیسي څرگنده او د اصلاحاتو غوښتنه یې وکړه. همدارنگه هغه یوه جمله چي وروسته مشهوره سوه وویل: «هرڅوک چي ناوخته راځي، هغه جزا ویني»
په قفقاز کي خبري اتري
د آلمان د بیرته یوځای کیدو په هکله نوري خبري اتري د ۱۹۹۰م کال په جون مياشت کي په یوه آرامه فضا کي د شوروي په اقامتگاه شمالي قفقاز کي ترسره سوې. وروسته بیا د سپتمبر پر ۱۲ په مسکو کي د آلمان د بیرته اتحاد په هکله د دوه جمع ۴ تړون لاسلیک سو. د غربي آلمان، شرقي آلمان او همدارنگه د دوهمي نړیوالي جگړې د سترو گټونکو، امریکا متحده ایالاتو، شوروي اتحاد، بریتانيا او فرانسې ترمنځ.
د ښه گاونډیتوب تړون
گورباچوف لومړنی خارجي ولسمشر وو چي جرمني ته یې تر بیرته یوځای کیدو وروسته سفر وکړ. د ۱۹۹۰م کال په نوومبر کي په بن کي د ښه گاونډیتوب، ملگرتیا او گډ کار په اړه تړون لاسلیک سو. د جرمني د بیرته یووالي په هکله لومړنی نړیوال تړون. د نورو ترڅنگ جرمنیانو وعده ورکړه، چي په خپل قلمرو کي به د شوروي اتحاد د یادگاري څلو او سرتیرو د قبرونو ساتنه وکړي.
گورباچوف د »ویټن ډاس« په نامه آلمانۍ تفریحي خپرونه کي
د ۱۹۹۱م کال په پای کي شوروي منحل او گورباچوف نور ولسمشر نه وو. تر هغه وروسته به گورباچوف په منظم ډول جرمني ته سفرونه کول. په ۱۹۹۶م کال کي گورباچوف د خپلی مېرمني سره یوځاي د جرمني د تلویزیون د »ویټن ډاس« په نامه آلمانۍ تفریحي خپروني مېلمه وو.
د گورباچوف د میرمني رئیسا مړینه
گورباچوف حتی د یوڅه وخت له پاره په آلمان کي هم ژوند کړی. تر۲۰۱۷م کاله پوري یې د مونشن د تیگه زې پرغاړه یوه ویلا درلوده. په دغه انځور کي گورباچوف په ۱۹۹۹م کال کي د روسیې د سفارت په موټر کي لیدل کیږي. دا د هغه د ژوند تر ټولو ترخه لحظه ده. د ۱۹۹۹م کال د سپتمبر پر ۲۰ د هغه مېرمن د میونستر په روغتون کي د ویني د سرطان له امله مړه سوه.
د آلمان او روسیې حکومتي مشورې
میخایل گورباچوف د برلین د دیوال د ړنگیدو او د جرمني د بیرته یوځای کیدو د کالیزي په مراسمو کي تل بلل سوی مېلمه وو. د مثال په ډول هغه د ۲۰۰۷م کال په اکتوبر کي په ویسباډن کي د روسیې او آلمان د حکومتونو په مشورو کي هغه وخت گډون وکړ، کله چي د آلمان صدراعظمي انگیلا میرکل او ولسمشر پوتین یو له بل سره لیدنه کتنه کوله.
د ژوندانه پر وخت د هغه مجسمه
په روسیه کي گورباچوف ته د جرمني په بیرته اتحاد کي د هغه د نقش له امله تر نن ورځي پوري په انتقادي سترگه کتل کیږي. په جرمني کی بیا برعکس د هغه درناوی کیږي. د گورباچوف دغه مجسمه په ۲۰۲۰م کال کي د زاکسن انهالت ایالت په دیساو کي جوړه او د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر پر دریمه چي د جرمني د بیرته یوځای کیدو د کالیزي سره برابره ده، نندارې ته وړاندي سوه.