«په هرو ۳۰ ثانیو کې یو مهاجر ماشوم افغانستان ته ستنیږي»
۱۴۰۴ مرداد ۲۱, سهشنبهافغانستان، واک ته د طالبانو له رسیدو څلور کاله وروسته، د مهاجرت له یوه نوي بحران سره مخامخ دی.
له ایران او پاکستان څخه د افغان مهاجرو د اخراج د شديدو له امله، له کوچنیانو څخه د ملاتړ سازمان «سیف د چلدرن» له دغو دواړو هیوادونو څخه د کوچنیانو د اخراج په هکله خپله اندیښنه ښودلې ده.
له کوچنیانو څخه د ملاتړ د سازمان د ارزونې له مخې، په داسې حال کې چې د افغانستان تقریباً نیمايی نفوس مرستو ته اړتیا لري، په اوسط ډول په هرو ۳۰ ثانیو کې یو ماشوم له ایران یا پاکستان څخه، افغانستان ته ستنیږي.
د بې سرپرسته کوچنیانو اخراج
دمهاجرت د نړیوال سازمان "ای او ام" د ارقامو له مخې، سږکال له ایران او پاکستان څخه څه د پاسه ۸۰۰ زره کوچنیان، افغانستان ته راغلي دي چی درې پر څلورمه برخه یې له ایران څخه ستانه سوي دي.
دغه رقم د تیر بشپړ کال په پرتله دوه برابره دی، هغه موده چې ایران او پاکستان د بې اسنادو افغانان مهاجرو او پناه غوښتونکو د اخراج له پاره ټاکلې وه.
د هغو په ډله کې په زرونو هغه بې سرپرسته او پرته له والدینو کوچنیان افغانستان ته ستنیږي چې فقط د انتقال وړ شیان له ځانه سره انتقالوي.
ډیری دغه کوچنیان په خپل ټاټوبي کې پردي دي؛ ځینې یې په گاونډیو هیوادونو کې زیږیدلي او یا یې هم له کلونو راهیسې د پناه غوښتونکي او مهاجر په توگه هلته ژوند کړی دی.
د کوچنیانو د ژغورنې سازمان د هغو لویو کورنیو شاهد وو چې د افغانستان د لویو ښارونو په پارکونو او خلاصه فضا کې ژوند کوي.
د امید په مستعار نوم ۱۲ کلن ماشوم مجبور سوی دی چې پاکستان پریږدي او له نهو ورونو او خویندو سره افغانستان ته ستون سي. له کوچنیانو څخه د ملاتړ سازمان په افغانستان کې یوې سرحدي سیمه کې له دغې کورنۍ څخه ملاتړ کوي.
امید نوموړي سازمان ته ویلي دي: «زه په دیني مدرسه کې وم چې پلار مې په تلوار سره راغی او راته وې ویل چې باید ولاړ سو. په چټکۍ سره مو هر څه راټول کړل او له نورو سره یو ځای یوې لارۍ ته وختلو. هوا گرمه وه؛ نه مو ډوډۍ درلوده او نه هم اوبه... زه غواړم یو کور پیدا کړم، مکتب ته ولاړ سم او یو وار بیا یو ښه ژوند ولرم. غواړم د امنیت احساس وکړم او د ځان له پاره یو ښه راتلونکی جوړ کړم.»
د امید پلار د کوچنیانو د ژغورنې سازمان ته ویلي دي چی له کورنۍ سره یې «په تش لاس او مات زړه» پاکستان پرې ایښی دی او اوس کور، کار او یا هم د کورنۍ د ساتلو له پاره کوم شی نه لري: «موږ افغانان تل په حرکت کې یو، خو ما دا ډول ژوند د خپلو اولادونو له پاره نه غوښته. خپل کور، کتابونه او حتی کورني عکسونه مو له لاسه ورکړل. یوازي هغه څه چی د انتقال وړ وه، کالي او مهم اسناد مو راواخیستل... نور څه مو باید پرې ایښي وای. لکه له اور څخه د تیښتې په ډول ؤ.»
حتی د مهاجرو د اخراج له دې لړۍ مخکې هم، د افغانستان د نفوس څه ناڅه نیمايی برخې بشری مرستو ته اړتیا درلوده او له هر پنځم ماشوم څخه يو یې د لوږې له بحران سره لاس او گریوان ؤ.
په عین حال کې افغانستان د داخلي بې ځایه سویو له ستونزې سره هم لاس او ګريوان دی. ډیری کوچنیان د اقلیمي بدلونونو له امله د خپلو کورونو پریښودلو ته مجبوره سوي دي.
د افغانستان په شمالي ولایتونو کې وچکالي د کرهنيزو محصولاتو د وچیدو او د خلکو له پاره د اوبو د سرچینو د کمښت سبب سوې ده.
په افغانستان کې له کوچنیانو څخه د ملاتړ سازمان مدیرې، سمیرا سیدرحمان ویلي دي: «افغانستان ته په اوس وخت کې د انسانانو بیرته ستنیدلو کچه او سرعت بې ساری دی. موږ له داسي بشپړ بشري بحران سره مخامخ یو چی تر اوسه مو داسي یو څه نه وو لیدلي. تقریباً په هرو ۳۰ ثانیو کې یو ماشوم افغانستان ته ستنیږي او یاهم ستنیدو ته مجبوریږي. دغه رقم له کوچنیانو څخه په هرو ۱۵ دقیقو کې د درسي ټولگي له ډکیدو سره برابر دی.»
نوموړي سازمان لیکلي دي چې ډیری دغه کوچنیان ستړي، بیریدلي او خپل راتلونکي ته په داسي یوه هیواد کې اندیښمن دي چې له څلورو کلونو راهیسې له سختې لوږې او بې وزلۍ سره لاس او گریوان دی.
په زرونو کوچنیان یوازې او پرته له خپلو کورنیو راستنیږي او لومړنیو خدماتو ته لاس رسی نه لري.
سږ کال په بهرنیو مرستو کې د پام وړ کمښت مرستندویه ټیمونه تر سخت فشار لاندې راوستي دي. رحمان زیاته کړه: "دغه بحران د محدودو سرچینو، ناکافي تمویل او نه پاملرنې سره مخامخ دی، او کوچنیان به ددغه ډول وضعیت تر ټولو لوړه بیه ورکړي."
له کوچنیانو څخه د ملاتړ سازمان «سیف د چلدرن» د سیمې له هیوادونو غوښتي دي چې افغانستان ته د مهاجرو بیرته ستنیدل باید په داوطلبانه ډول ، ډاډمن او له انساني کرامت سره سم ترسره کړي.
دغه سازمان ټینگار کړی دی چې د کوچنیانو، په ځانګړې توګه هغه چې سرپرست نلري، بیرته ستنیدو ته مجبوره کول یا فشار راوړل کولی سي له هغوی څخه د ناوړه ګټه اخیستنې او نه پاملرنې خطر زیات کړي. دغه سازمان همدارنګه له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په بیړني ډول د سرحدونو په اوږدو کې د مهمو اړتیاوو د پوره کولو له پاره تمویل زیات کړي او بیرته راستنیدونکو ته اوږدمهاله مرسته زیاته کړي.
د کوچنیانو د ژغورنې سازمان وايي چې د روان کال د مارچ له میاشتې راهیسې یې له ۱۵۰ زره څخه زیاتو هغو کوچنیانو سره مرسته کړې چې افغانستان ته راستنیږي. د دې ادارې غبرگون د پراخیدو په حال کې دی چې په هغو کې د روغتیا او تغذیې کلینیکونه، په پوله کې نغدي مرسته، په ټرانزيتي مرکزونو کې د کوچنیانو د ساتنې خدمات، او د هرات په گډون په هغو سیمو کې طبي خدمات شامل دي، چیرې چې خلک ورته راستنیږي.
له ایران او پاکستان څخه د اخراجونو ادامه
د نړیوالو سازمانونو له خوا پر پرله پسې غوښتنو سره سره ، له ایران او پاکستان څخه د افغان مهاجرو اخراج ادامه لري. طالبانو نن سه شنبه اعلان کړی دی چې یوازې د دوشنبې په ورځ له پاکستان څخه ، ۹۵۱ کورنۍ چې په هغو کې ۶۰ کورنۍ یوازې د تورخم له سرحدي لارې او ۷۰ کورنۍ په کندهار کې د سپین بولدک له لارې ، افغانستان ته ستنې سوې دي. په عین حال کې ۱۳۳ کورنۍ د نیمروز په ولایت کې له پل ابریشم او ۶۸۸ کورنۍ په هرات کی د اسلام قلعه له لارې افغانستان ته ستنې سوي دي.
افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په تېرو څلورو کلونو کې له سخت بشري بحران سره مخامخ وو، او له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ډله ییز اخراج دغه ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.