د کابل-هرات پر لویه لار ترافیکي پیښه کې مرګ ژوبله اوښتې
۱۴۰۴ تیر ۲۵, چهارشنبهد هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نن د ۲۰۲۵میلادي کال د جولای پر ۱۶ پر خپل ایکس پاڼه کې د دغه خبر پخلۍ کړی. د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اکس پر شبکه لیکلي: «د کابل-هرات پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښي له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.« یاد ریاست وړاندې لیکلي: »نن ورځ چهار شنبه، د هلمند ولايت واشېر ولسوالۍ مربوطاتو کارېز سيمه کي د کابل-هرات پر لويه لار ددوو مسافر وړونکو موټرانو تر منځه يوه درنه ترافیکي پېښه را منځته سوې چي په پايله کي شپاړس ۱۶ تنو مسافرینوته مرګ ژوبله اوښتې ده.»
د دغه خبر په حواله، ياده پېښه داسي مهال را منځته سوې چي يوه عراده ۵۸۰ مسافر وړونکی موټر د هرات ولايت څخه کابل ته پر لار وو چې له کابل څخه هرات ولايت په لوري د یوه مني بس ډوله بل مسافر وړونکي موټر سره جنګیدلی دی.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ایکس پاڼه کې د یاد خبر په تعقیب لیکلي چې له یادو شپاړس کسانو څخه یوولس تنه یې مړه سوي او پنځه نور بیا ټپیان دي.
تر پیښې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او ټپیان یې د ۲۱۵ العزم قول اردو او د ګرشک ولسوالۍ روغتیایې مرکزونو ته لیږدولې دي.
په ورته وخت کې د روغتیایې مرکزونو ډاکتران وایې چې په پیښه کې د ټپي شویو څلورو تنو روغتیایې وضعیت د اندیښنې وړ دی.
د کابل او هرات لویه لار وخت نا وخت د دغه راز خونړیو ترافیکي پیښو شاهده وي. ځایې اوسیدونکي او چارواکې د دې ډول لویو پیښو پړه پر موټر چلونکو اچوي او وایې چې له بې احتیاطۍ څخه کار اخلي.