د ژبې بندیدلو ستونزه او پرې د غلبې عملې لاري
۱۳۹۸ آبان ۲, پنجشنبهد آلمان د ګوتینګن پوهنتون په کلینیک کې د نيورولوژې یا اعصابو کارپوه، په آلمان کې له اته سوه زره کسانو څخه يو دی چې په خبرو کې د ژبې بندیدلو له کبله زوريږې. په آلمان کې دغه شمير د نفوسو يو سلنه جوړوي.
زومر وايې چې دغه شمیر تقريبا د نړۍ په ټولو هيوادونو کي يو ډول دی. يانې په ټوليزه توګه د نړۍ په هر هيواد کې په سلو کې يو تن له دغې ستونزې سره مخ دی.
په عادې ډول د ژبې بنديدل له درې کلنۍ څخه تر پنځه کلنۍ پورې راښکاره کیږې. په ډيره لوړه کچه (اتیا سلنه) پورې هغه ماشومان چې په دغه واټن کې د ژبې بندیدلو ستونزه لرله، د وخت په تيريدلو سره پرې غلبه کوي.
ډاکټر زومر وايې: »که چيرې د ژبې بنديدل ښه نه شي، باید هغه کس دا زده کړي چې په څه ډول سره پر مخ ولاړ شي. ځکه د ژبې بندیدل په اساسي ډول درملنه نه لري.«
شمیرنې ښيې، اتيا سلنه کسان چې د ژبې له بنديدلو څخه زوريږي نارينه دي. د دغه ډول ستونزو يوه نخښه په خبرو کې د يو توري تکرار، يا د کلمې يوه برخه او حتی يوه کلمه په څو ځلې ویل دي. هغه کسان چې له دغې ستونزې زوريږې، پوهیږې چې غواړې څه ووايې خو نه بريالي کيږی چې خپل فکر او اند په سمه توګه بيان کړي.
د هغوی ډيری د خپلې دغه ډول کمزورتیا له کبله په روحې ستونزو اخته کيږې او ځانونه يوازي محسوسوي، له نورو سره د اړیکو ټينګولو له پاره علاقه نه لري. کله هم هڅه کوي چې د ځينو کلمو له ویلو يا ځينو تجربو څخه ځانونه لري وساتي. د بيلګې په توګه تلیفون ته ځواب ورکول، يا د کوم لاروي،له خوا د لارې پوښتنې ته له ځواب ورکولو څخه ډډه کوي.
د سر په نيمايي کيڼ اړخ کې نا پيژندل شوې ستونزه
مارتین زومر وايې، لا تر اوسه روښانه نه ده چې د خبرو په میکانیزم کي کوم لامل د ګډوډۍ سبب کیږی. نوموړې وروستیو څيړنو ته په اشارې سره وايې: »په تصويرونو کې چې مغزی بهير يې ثبت کړې، ښکاری چې هغه کسان چې په خبرو کولو کې ستونزې لري، د سر (ککرۍ) په نیماي کيڼ اړخ کې،کوچني اختلالات لري.«
ډاکټر زومر وايې: »په ساده ژبه يې ووايم، داسي ښکاري چې د ماغزو نیمايي کيڼ اړخ کې ستونزه شته او دغه ستونزه د ککرې پر ځينو برخو چې د خبرو کولو توان جوړونکی دي، اغیز لري. خړې حجرې سالمې دي، خو د هغوی د اړيکو ټينګولو لارې د هغو کسانو له مغزو سره چې په ژبه کي بندیدل نه لري، له ځنډ سره مخ دي او يا هم اختلال لري. دغه اختلال بیا پر هغو عضلاتو اغيز لري چې د خبرو کولو نظم جوړوي.«
ډاکټر زومر زياتوي چې د ژبې بندیدل کيداي شي رواني ريښه ولري. د بيلګې په توګه يو کس تر فشار لاندې راشي، ژبه يې بنديږي. خو ژنيتيک هم په دغه برخه کي اساسي نقش لري.
په دي هکله له ترسره شوو څيړنو ښکاري چې ۷۵ سلنه هغه کسان چې ژبه يې بنديږي، ژنیتیکي ستونزه لري. لکه د ډاکټر زومر په څير. هغه وويل چي نيکه، پلار او اوس يې زوی هم د ژبې بنديدلو ستونزه لري.
له ځان سره د مرستې ټولنې
له ځان سره د مرستې ټولنو هم له ډاکټر زومر سره مرسته نه ده کړې. دغه ټولني چې د آلمان په کلن ښار کي په ۱۹۷۴م کي جوړې شوي په کي راغلي دي چې موږ غواړو په خبرو کي له بنديدلو سره سره، پر خپل ځان ډاډ ولرو او وکړای شو چې په اسانۍ سره خبرې وکړو.
ډاکټر زومر وايې چې د ماشومتوب پر مهال يې هم دغه ډول کړنې دود نه وی: »له ډيرو کلونو راهیسې چې له ځان سره د مرستې ټولني غړی يم او دا څرګندوي چې زه مدام د هغه حالت په لټه کي يم چې ترینه راضي اووسم. زه ځينې ورځ روانې سمي خبرې کوم او کله بيا په ستونزو سره غږیږم.«
د دغه ډاکټر په اند پر ځان د لا زيات ډاډ پيدا کولو لار په لوړ غږ سندرې ويل دي چې پر خبرو کولو ډير ښه اغیز لري.