د چک جمهوریت ۴ سرتيري د یو افغان د قتل په تور محاکمه کوي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۳, چهارشنبهد چک جهوریت د لویې څارنوالۍ د څرګندونو پر اساس، دغه څلور سرتيري د چک د ۶۰۱ ځانګړې عملیاتي قطعې غړي دي. څارنوالۍ ويلي دي چې دغه څلور سرتیري به د رشوت، اوامرو څخه پر سرغړونې، د ساتنې وظایفو د نقض او ژوبل شوي کس سره د نه مرستې په تورونو محاکمه شي. د چک څارنوالۍ د دغو څلورو سرتېرو نومونه نه دي افشا کړي. هغوی به د محکومیت په صورت کې ممکن د عمر قید له سزاو سره مخ شي.
د چک د دفاع وزارت په دې هکله د رويټرز خبري آژانس پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
نور ولولئ: یوناما: طالبانو ۲۰ زره کسان بندیان کړي دي
د درو تورنو کسانو وکیل ويلي دي چې هغوی آن د تحقیقاتو په ابتدا کې پرې لګولو شوو تورونو سره مخالف ول او په دې باور دي چې کوم عمل چې دوی ته یې نسبت ورکول کیږي، هيڅکله نه دی پېښ شوی. محکمې د دغو تورونو د اثبات له پاره کوم معتبر او د منلې وړ اسناد نه دي وړاندي کړي.
د چګ عامه راډیو په یو رپوټ کې چې پر خپلې ویب پاڼه ېې خپور کړی، ویلي دي چې دغه تورونه د ۱۹کلن افغان سرتيري وحیدالله خان، له مرګ سره تړاو لري. خان په ۲۰۱۸م کال په شينډنډ هوايي اډه کې پر امنیتي ځواکونو د حملې په دلیل ونیول شو. هغه د چکي او امریکايي ځواکونو له خوا تر شکنجې لاندې ونیول شو او افغان ځواکونو ته تر بېرته ستنېدو وروسته بې هوښه او څو ساعته وروسته مړ شو.
نور ولولئ: یوناما: د پخوانیو پوځیانو او چارواکو شکنجه او وژنه ادامه لري
د دغې پېښې رپوټ په لومړي ځل د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له خوا په ۲۰۱۸م کال کې خپور شو. د چکي او امریکايي ځواکونو له خوا د خان د شکنجې او بیا ېې افغان ځواکونو ته د سپارلو، بې هوښه کېدو او څو ساعته وروسته ېې د مړينې خبرې په همدې رپوټ کې راغلې وې. هغه وخت دا هم ويل کېده چې امریکايي او چکي ځواکونه تر تحقیقاتو لاندې نيول شوي دي.
نور ولولئ: يوناما: د طالبانو واک ته تررسېدو وروسته ۲۱۸ غيرقانوني قتلونه ثبت سوي
د چک جمهوریت پوځ له ۲۰۰۲ تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې حضور درلود. دغو ځواکونو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان تر نظر لاندې د مرستندویه امنيتي ځواکونو (آیساف) یوه برخه وه چې د افغانستان مخکني حکومت سره ېې د امنیت په ټېنګښت او افغان امنيتي ځواکونو ته د مسلکي روزنو په برخه کې فعالیت درلود.