د چړې شکمن بریدکوونکی په بریتانیې کی ونیول سو
۱۴۰۴ اردیبهشت ۳, چهارشنبهد جرمني په شویرین کي د څارنوالۍ دفتر خبر ورکړی دی چي بریدگر د میکلینبورگ فورپومیرن د ایالتي جنايي ادارې د پلټونکو د معلوماتو له مخې د شنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د اپریل پر ۱۹) په بریتانيا کي د پولیسو له خوا ونیول سو.
اړوند:جرمني: د چړې په بريد کي دوه کسان سخت ټپیان سوي دي
دغه ۱۷ کلن افغان د فبرورۍ پر ۴مه د نوموړي سنټر مخي ته د یوې شخړي په ترڅ کي په چړې ووهل سو. څو شیبې وروسته دغه تنکي ځوان د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړه. چارواکو څو ورځي وروسته اعلان وکړ چي د پیښې په اړه په یوه ۲۵ کلنافغان شکمن کس پسې لټون کیږي. هغوی د دغه کس نوم او عکس خپور کړ.
د فرانسې له لارې تیښته
د پلټنو له مخې شکمن کس لومړی فرانسې ته تللی ؤ. د شویرین د لویې څارنوالۍ یوې ویاندي رپوټ ورکړ چي په هغه ځای کي چارواکو ثابته کړه چي هغه بریتانيا ته تښتیدلی دی. بریتانوي پولیسو هلته خپل لټون پیل او په پای کي هغه ونیول سو.
اړوند:آلماني پوليس: په چاقو سره جرمونه یوه ستونزه ګرځېدلې ده
ویل کیږي چي د هغه د نیولو امر د بریتانيا چارواکو ته استول سوی او د نوموړي کس د سپارلو غوښتنه سوې ده. دا چي پلټونکي څرنگه د دغه سړي په تعقیب کې وه، په اړه یې د عامه څارنوالۍ د دفتر له خوا جزیات نه دي ورکول سوي.