ترمپ غواړي ډېر ژر له پوتین او زیلنسکي سره وګوري
۱۴۰۴ مرداد ۱۶, پنجشنبهد امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، غواړي «ډېر ژر» د کریملين له مشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولوديمیر زیلنسکي سره وويني او ورسره په اوکراین کې د جګړې د پای په موخه خبرې وکړي.
ترمپ د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا پوتین او زیلنسکي ورسره د لېدو هوکړه کړې ده؛ وویل: «ډېر احتمال لري چې ډېر ژر یو ليده کاته وشي.» ترمپ وويل چې لا تر اوسه ېې تصمیم نه دی نیولی چې دغه ليده کاته دې چېرته وشي.
ترمپ د چهارشنبې په ورځ خپل اروپايي متحدين په مسکو کې د ستیف ویتکوف او پوتین د ليدو کاتو له بهیره خبر کړل. ویتکوف د دونالد ترمپ ځانګړی استازی دی چې په اوکراین کې د جګړې د پای په موخه ېې له پوتین سره کتلي دي.
سرچینو د آلمان خبري آژانس ته ويلي چې ترمپ د آلمان صدراعظم فریدریش مېرڅ او د حکومت نورو مشرانو ته پر ټیلفون ويلي و چې هغه غواړي پوتین سره له نژدې وګوري.
د پوتین او ویتکاف د چهارشنبې ورځې کتنې شاوخوا درې ساعته دوام درلود. دغه کتنه پوتین ته د ترمپ د اعلان شوي ضرب الاجلد پوره کېدو څخه یوازې څو ورځې مخکې ترسره شوې ده. ترمپ څو ورځې مخکې په اوکراین کې د اوربند له پاره پوتین ته لس ورځې وخت ټاکلی وو.
روبیو: اوس د روسیې له شرایطو بهتره درک لرو
د امریکا ولسمشر تر دې مخکې پر خپلې ټولنیزې شبکې «سوشل تروت» لیکلي وو چې ویتکوف له پوتین سره «رغونکې کتنه» درلوده. هغه ويلي: «لوی پرمختګ ترلاسه شوی.»
په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارک روبیو، فاکس بزنیس تلویزیون ته وویل، «نن یوه ښه ورځ وه.» خو لا هم ډېر کارونه دي چې باید ترسره شي او هغه نه غواړي مبالغه وکړي. روبیو زیاته کړه: «موږ لا اوږده لار په مخ کې لرو.» هغه زیاته کړې چې اوس د روسيې په هکله بهتره درک لري چې دغه هېواد به په کومو شرایطو کې د جګړې پای ته چمتو شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزير زیاته کړه چې اوس باید وضعیت داسې مقایسه شي چې په ځانګړې توګه اوکراینیان او اروپايي متحدین ېې منلو ته تیار دي. که دواړه په کافي اندازه نژدې شوي وي، په دې صورت کې به د ترمپ د کتنې امکان موجود وي.
ترمپ په دې هکله ډېر جزئيات ورنکړل، خو وروسته ېې خپل ځينې اروپايي متحدین خبر کړل چې پر وینا ېې ټول موافق دي چې دغه جګړه پای ته ورسيږي او دغه هدف ته د رسېدلو له پاره به په «راتلونکو ورځو او اونیو کې» هڅې وکړي.
د کيف د معلوماتو پر اساس، ترمپ په هماغه ورځ د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په مسکو کې د ویتکاف د مذاکرې له پایلو خبر کړ. ترمپ په وروستیو کې د اوکراین د شخړۍ د هوارۍ په تړاو د خپلو هلو ځلو کې د نه پرمختګ له کبله د پوتین له چلنده ناخوښي ښودلې وه.
کتنه به د راتلونکې اوونۍ په سر کې وشي؟
نیویارک ټایمز له دغې پروسې د دوو باخبره سرچينو له قوله رپوټ ورکړی چې دونالد ترمپ په پام کې لري د راتلونکې اوونۍ په سر کې له پوتین سره حضوري وګوري چې تر هغه لږ وروسته به له زیلنسکي سره درې اړخیزه ناسته ترسره شي.
سي ان ان تلویزیون هم د منابعو له قوله، له هغې جملې د اروپا د یوې حکومتي سرچینې له خولې همدا ډول رپوټ ورکړی دی.