د پاکستان پېچلی سیاسي تاريخ ته لنډه کتنه
پاکستان لنډ تاریخ لري، خو ډیر بحرانونه یې گاللي دي. کله پوځ په مستقیم ډول او کله د نورو په وسیله واک ته رسیدلی دی. ډیر منتخب حکومتونه ونه توانیدل خپله دوره بشپړه کړي. د پاکستان د پیچلي سیاسي تاریخ ځنې پيښې.
۱۹۴۷- آزادي او لومړی جمهوريت
له بریتانيا څخه د آزادۍ ترلاسه کولو وروسته هند وویشل شو او له مسلمان اکثریت درلودنکو سیمو څخه د پاکستان په نوم یو نوی هیواد رامنځته شو. د پاکستان بنسټ ایښودونکی محمد علي جناح د جنرال ګورنر (دولت مشر) او لیاقت علي خان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شول. جناح د نري رنځ (تبرکلوز) ناروغۍ له کبله د پاکستان له رامنځته کیدو یو کال وروسته مړ شو.
۱۹۵۱ لیاقت علي خان
لیاقت علي خان په راولپنډۍ کې ووژل شو. د راولپنډۍ په کمپني باغ سیمه کې د یوې غونډې پر مهال پر هغه وژونکی برید وشو او تر سخت ټپي کیدو وروسته یې په روغتون کې سا ورکړه. پوليسو هم برید کوونکی وواژه. په دې کړکیچن وضعیت کې خواجه ناظم الدين د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
۱۹۵۸- لومړۍ پوځي دوره
د پاکستان لومړی اساسي قانون(آئين) په ۱۹۵۶م کال کې معرفي شو، خو دوه کاله وروسته (په ۱۹۵۸ م کال کې) ولسمشر سکندر مرزا بیا دغه قانون تعليق او مارشالا یا پوځي حکومت یې اعلان کړ. څو ورځې وروسته د پوځ مشر جنرال ایوب خان، سکندر مرزا له واکه لیري او پخپله یې د چارو واګې په لاس کې ونيولې. په دې توګه نو په پاکستان کې د لومړي ځل له پاره واک په مستقيم ډول د پوځ لاس ته ورغلی.
۱۹۶۵
ایوب خان لکه د امریکا په څیر په پاکستان کې صدارتي نظام معرفي او په ۱۹۵۶م کال کې یې د ټاکنو ترسره کولو اعلان وکړ. نوموړی د پاکستان د مسلم لیګ ګوند له خوا د صدارت له پاره نوماند او د دغه هیواد د بنسټ ایښودونکي له خور فاطمه جناح سره یې انتخاباتي سیالي وکړه. فاطمه جناح ډیرې رایې ترلاسه کړې، خو ایوب خان د «الیکټورل کالج» په وسیله د هیواد ولسمشر وټاکل شو.
۱۹۶۹
په ټاکنو کې د فاطمه جناح شخړیزه ماته او له هندوستان سره د ۱۹۶۵م کال تر جګړې وروسته د ایوب خان محبوبیت کم او پر ضد یې احتجاجي غورځنګونه پیل شول. ایوب خان واک جنرال یحیی خان ته وسپاره او په دغه هیواد کې یو وار بیا مارشل لا نافذ کړای شو.
۱۹۷۰م کال
په پاکستان کې عمومي ټاکنې ترسره شوې او د شیخ مجیب الرحمن ولسي ګوند د پارلمان له ۳۰۰ څخه ۱۶۰ چوکۍ وګټلې. ذولفقار علي بهټو د ۸۱ چوکیو په ترلاسه کولو سره په دویم مقام کې ځای ونیوه. خو د شیخ مجیب الرحمن عوامي لیګ کوند ته واک ونه سپارل شو.
۱۹۷۱م کال
دې جنجال زور واخیست او پاکستاني پوځ د دغه هیواد په ختیځ کې پوځي عملیات پیل کړل. هندوستان هم په دې شخړه کې ښکیل شو او تر جګړې وروسته پاکستان وویشل شو. د ختیځ پاکستان پر ځای د بنګله دیش په نوم یو نوی هیواد رامنځته شو.
۱۹۷۲م کال- دویمه جمهوري دوره
مارشالا ختمه کړای شوه او ذولفقار علي بهټو د هیواد ولسمشر وټاکل شو. هغه په همدې کال د پاکستان اټومي پروګرام پیل کړ.
۱۹۷۳م کال
په پاکستان کې نوی اساسي قانون جوړ او له مخې یې په دغه هیواد کې پارلماني جمهوریت اعلان شو. د سنا مجلس او پارلمان تشکيل او مشري یې لومړي وزیر ته وسپارل شوه. بهټو په ۱۹۷۶م کال کې ضاء الحق د پوځ مشر وټاکه چې وروسته ورته هغه په یو مصیبت بدل شو.
۱۹۷۷م - دویمه پوځي دوره
په پاکستان کې عمومي ټاکنې ترسره شوې. په دغو ټاکنو کې د ذولفقار علي بهټو د پیپلز پارټي ګوند په پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړ. د بهټو پر ضد په ټاکنو کې د درغلۍ تورونه ولګول شول او احتجاجي مظاهرې پيل شوې. ضیاء الحق له دغه وضعیت څخه په استفادې بهټو له واکه لیري، اساسي قانون یې تعليق او په هیواد کې یې مارشالا اعلان کړه.
۱۹۷۸
جنرال ضیاء الحق د پوځ د مشرۍ ترڅنګ د هیواد د چارو سمبالول هم پر غاړه واخیستل. په ۱۹۷۹ م کال کې یې ذولفقار علي بهټو د قتل د سازش په مجرم اعدام کړ. ضیاالحق په همدې کال د «حدود آرډیننس» په نوم قانون اعلان او اسلاميزه کولو تګلاره یې خپله کړه.
۱۹۸۵م کال
په دغه هیواد کې غیرګوندي ټاکنې ترسره شوې. مارشل لا، ختمه کړای شوه او جنرال ضیاء الحق د اتو کلونو له پاره ولسمشر او محمد خان جونیجو یې لومړی وزیر وټاکل شو. تر دې یو کال مخکې ضیاء الحق د خپل اسلاميزه کولو د تګلارې په اړه ریفرینډم ترسره کړی وو او ادعا یې وکړه چې ۹۵ سلنه خلکو یې ملاتړ کړی دی.
۱۹۸۸م
د مخ پر ډیریدونکو اختلافاتو په پام کې نیولو سره ضیاء الحق د اساسي قانون د ۵۸ مادې د B دوه بند حق څخه په استفادې لومړی وزیر جونیجو له دندې ګوښه او دواړه مجلسونه منحل کړل. هغه د ۹۰ ورځو په موده کې د دوباره ټاکنو ترسره کولو اعلان هم وکړ، خو د همدې کال د اګست میاشتې پر ۱۷ نیټه هغه له ۳۱ تنو نورو سره د الوتکې په پيښه کې ووژل شو.
۱۹۹۰
د پاکستان ولسمشر غلام اسحاق خان پر بینظیرې د فساد تورونه ولګول، دا یې له دندې ګوښه او دواړه مجلسونه یې منحل کړل. نوي ټاکنې ترسره شوې او د ضاء الحق په وخت کې د سیاست ډګر ته راغلی نوازشریف د هیواد لومړی وزیر وټاکل شو. په راتلونکي کال کې پارلمان د «شریعت بل» قانون تصويب او اسلامي قوانين د هیواد د عدلي نظام برخه وګرځول شوه.
۱۹۹۳
ولسمشر غلام اسحاق خان د نواز شریف حکومت هم فاسد وباله او هغه یې له دندې ګوښه کړ. وروسته یې پخپله هم د ولسمشرۍ له دندې استعفاء وکړه. بیا عمومي ټاکنې ترسره شوې او بینظيره د دویم ځل له پاره لومړۍ وزیره شوه. د همدې له ګوند یعني پیپلز پارټۍ څخه فاروق لغاري د هیواد ولسمشر شو.
۱۹۹۶
لغاري، بنظیر بهټو له دندې ګوښه او دواړه مجلسونه یې منحل کړل. په دغه هیواد کې په یوه لسیزه کې ۴ واره عمومي ټاکنې وشوې. د مسلم لیګ کوند مشر نواز شریف د رایو اکثریت په ترلاسه کولو بریالی شو او د دویم ځل له پاره لومړی وزیر وټاکل شو.
۱۹۹۸
پاکستان د بلوچستان ایالت په چاغي غرونو کې د اټومي وسلو لومړۍ کامیابه آزموېنه وکړه. د اټومي تجربو وروسته نړیوالې ټولنې پر پاکستان ډیر اقتصادي بندیزونه ولګول.
۱۹۹۹- د پوځي واک دریمه دوره
له هند سره د کارګل تر جګړې وروسته، نوازشریف د پوځ مشر پرویز مشرف له دندې ګوښه او پر ځای یې جنرال ضیاء الدین د پوځ مشر وټاکه. خو پوځ په بیړه غبرګون ښکاره کړ، نواز شریف یې دستګير او مشرف د هیواد چارې په خپل لاس کې ونیولې.
۲۰۰۰م
د پاکستان سترې محکمې مارشالا، تائید کړ. په همدې کال د شریف کورنۍ جلا وطن او سعودي عربستان ته واستول شوه. جنرال پرویز مشرف په ۲۰۰۱ م کال کې د دغه هیواد ولسمشر وټاکل شو. هغه د پوځ د مشرۍ دنده هم انحصار کړې وه.
۲۰۰۲م کال
مشرف تر یوه ریفرینډم وروسته د ۵ نورو کلونو له پاره هم د هیواد ولسمشر پاتې شو. په همدې کال کې عمومي ټاکنې هم وشوې چې په هغې کې مسلم لیګ ق ګوند بریالی شو. دا ګوند پرویز مشرف جوړ کړی وو. ظفر الله خان جمالي د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو خو دوه کاله وروسته بیا د هغه پر ځای شوکت عزیز لومړی وزیر شو.
۲۰۰۷م کال
جنرال مشرف د سترې محکمې رئیس افتخار چوهدري له دندې ګوښه کړ چې له امله یې په ټول هیواد کې مظاهرې وشوې. چوهدري افتخار بیرته پر خپلې دندې وګومارل شو، خو مشرف په هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړ. په همدې منځ کې د پاکستان پارلمان د لومړي ځل له پاره خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړه.
۲۰۰۷ م کال
تر یوې مفاهمې وروسته بینظيره دوباره په ټاکنو کې د برخه اخیستنې په موخه پاکستان ته ستنه شوه. وروسته نواز شریف ته هم خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو اجازه ورکړل شوه. په راولپنډۍ کې د ټاکنیزې مبارزې تر یوې غونډې وروسته بینظيره ووژل شوه.
۲۰۰۸ م څلورمه جمهوري دوره
د بینظرې تر وژل کیدو وروسته د پاکستان پیپلز پارټي واک ته ورسید. یوسف رضا ګیلاني د دغه هیواد ولسمشر او د بینظیرې میړه آصف علي زرداري لومړی وزیر شو. پر تورونو او شخړو سربیره د پیپلز پارټۍ ګوند وتوانید چې خپله پنځه کلنه دوره پای ته ورسوي.
۲۰۱۳ م کال
د دې کال په عمومي ټاکنو کې د مسلم لیګ نون ګوند بریالی شو او د هیواد په قوانينو کې د اصلاحاتو له کبله نواز شریف د دریم ځل له پاره لومړی وزیر شو. د عمران خان د تحریک انصاف ګوند د دریم لوی ګوند په توګه د سیاست ډګر ته ور ودانګل. پیپلز پارټي په سند ایالت او د عمران خان پي ټي آ یا تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې د حکومت په جوړولو بریالي شول.
۲۰۱۷
نواز شریف چې د دریم ځل له پاره د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی وو د فساد د تورونو له کبله له دندې ګوښه کړای شو. محکمې هغه په ټاکنو کې د ګډون او نورو دندو له پاره نا اهله ؤباله. نوازشریف پر پوځ تورونه ولګول او د سټبلشمنټ یا پوځي ادارو پر ضد یې ویناوې وکړې.
۲۰۱۸ م کال
په پاکستان کې یو وار بیا ټاکنې کیدونکي دي. تر شریف وروسته د مسلم لیګ ن ګوند مشري د هغه ورور شهباز شریف کوي. نواز شریف، لور یې مریم نواز او زوم یې کیپټن صفدر ته سزاوې اورول شوي دي. په ظاهره کې مسلم لیګ نون د پوځي ادارو او عدلیې تر فشار لاندی دی. عمران خان د خپل بریالیتوب چانس ډیر ويني. د بینظیرې زوی پلاول بهټو هم د سیاست ډګر ته راغلی دی. ټاکل شوې د جولای په ۲۵ نیټه په دغه هیواد کې ټاکنې ترسره شي.