د «پاکستان هوايی بریدونو» ته د طالبانو او سیاسي څېرو غبرگون
۱۴۰۴ شهریور ۶, پنجشنبه
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د اگست ۲۸ مه) وویل چې د خوست او ننگرهار په ولایتونو کې یې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په غبرگون کې، د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني احضار کړی دی.
په هغه اعلامیه کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایکس په پاڼه کې خپره سوې، »د افغانستان له مځکني تمامیت او هوايی حریم څخه ښکاره سرغړونه« محکوم سوې ده او دغه بریدونه »پارونکي« بلل سوي دي.
اړونده موضوع: پاکستان د وروستي برید په تړاو د طالبانو سفیر احضار کړی
طالبانو ویلي دي چې د افغانستان له هوايی حریم څخه ساتنه «د اسلامي امارت سره کرښه« ده او دغه ډول غیر مسؤلانه کړنې به »پرته له شکه« عواقب له ځانه سره ولري.
د پاکستان لوري تراوسه پورې په دې هکله خپل نظر نه دی څرگند کړی، خو په تیرو وختونو کې هم د افغانستان په ختیځو سیمو کې دا ډول بریدونه ترسره سوي دي.
پاکستاني چارواکو، په تیرو څلورو کلونو کې تل ادعا کړې ده چې د پاکستان د تحریک طالبان (ټي ټي پي) مشران او جنگیالي د افغانستان په دننه کې دي او له هغه ځایه د پاکستان په خاوره کې بریدونه پلانوي. داسي ادعاوې چې تل د افغان طالبانو د چارواکو له خوا رد سوي دي.
بریدونه په کومو سیمو کې ترسره سوي دي؟
د خوست د والي ویاند، مستغفر گربز پر خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې د حاجي نعیم گل په نوم د سيمې د يوه اوسيدونکي پر کور د »پاکستان د پوځ د بې پیلوټه الوتکو« په بریدونو کې ددغې کورنۍ درې کوچنیان وژل سوي او د ښځو او کوچنیانو په گډون پنځه تنه نور ټپیان سوي دي.
د خوست ولایت د رسنیو د دفتر په وینا، حاجي نعیم گل یو سوداگر دی او له سیاسي اړخونو سره، سروکار نه لري.
اړونده موضوع: مجاهد: پاکستاني اتباع په افغانستان کې د داعش لیکو کې جنګیږي
د طالبانو تر کنترول لاندې د ننگرهار ملي ټلویزیون هم رپوټ ورکړی دی چې تیره شپه د شینوارې ولسوالۍ د «ویالې» په سیمه کې د دوو بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د یوې ښځې او دریو کوچنیانو په گډون حداقل څلور تنه زخمیان سوي دي.
د دې رپوټ په حواله، سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې په دغه برید کې د شهسوار په نوم یوه ملکي کس کور په نښه سوی دی.
بریدونو ته د افغان سیاستوالو سخت غبرگونونه
د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو وروسته، ځینو افغان سیاستوالو ددغو بریدونو په هکله خپل غبرگون ښودلی دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي دغه بریدونه «په سختو الفاظو غندلي دي» او هغه یې د افغانستان له حاکمیت او نړیوالو معیارونو څخه سرغړونه او له ښه گاونډیتوب سره مخالف بللي دي.
کرزي پر خپله ایکس شبکه لیکلي دي: «د پاکستان خیر په دې کې دی چې له افغانستان سره متمدنې اړیکې ولري او په دې برخه کې د گاونډیتوب حقوق او نړیوال مقررات په نوي شکل رعایت کړي.»
په پخواني حکومت کې د ملي امنیت مشاور، حنیف اتمر، ددغو بریدونو په هکله ویلي دي: «هغه څه چې نن ورځ پاکستان ریبي، هغه څه دي چې پرون یې د گاونډیانو پر ضد کرلي ول.»
هغه د ایکس په شبکه کې د یوه پیغام له لارې له پاکستان څخه غوښتي دي چې د «ترهگرۍ له روزنې او ملاتړ» څخه لاس واخلي او د طالبانو له ادارې څخه یې هم غوښتي دي چې «افغانستان هیڅکله د ترهگرۍ په ځاله او افراطیت په روزنتون بدل نه سي.»
عبدالسلام ضعیف چې د د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې په پاکستان کې ددغې ډلې سفیر ؤ، د ایکس پر پاڼه لیکلي دي چې »د پاکستان بریدونه د افغانستان پر هوايی حریم له شرمه ډک تیری او یو ظالمانه عمل دی.«
آیا د بې پیلوټه الوتکو جگړه راروانه ده؟
په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د ځواکونو د ۲۰ کلن حضور په ترڅ کې په تکرار سره، د پاکستان په سرحدي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کیدل. که څه هم د امریکا حکومت په رسمي ډول ددغو بریدونو مسؤلیت نه مانه، خو عمومي باور پر دې ؤ چې دغه بریدونه د امریکایانو له خوا ترسره کیږي.
په افغانستان کې د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په دوره کې هم خلک د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو شاهدان ول، خو معلومه سوې نه ده چې دغه بې پیلوټه الوتکې په کوم هیواد پورې اړه لري، اوس دا اندیښنه موجوده ده چې افغانستان به د بې پیلوټه الوتکو د جگړې شاهد سي.
اړونده موضوع: یوناما د پاکستان د هوایي برید په اړه څیړنه کوي
د امنیتي چارو شنونکی، بسم الله تابان اندیښنه څرگندوي چې د طالبانو ادارې د پاکستاني طالبانو په څېر ډلو ته په پناه ورکولو سره، داسې شرایط رامنځته کړي دي چې ځینې هیوادونه په داسې بریدونو لاس پورې کړي.
تابان وايی چې دغه ډول بریدونه په داسي یوه وخت کې ترسره کیږي چې طالبان د افغانستان له هوايی حریم څخه د دفاع ظرفیت نه لري او نه سي کولای د دغه ډول بریدونو مخه ونیسي.
هغه وویل: «تر هغه وخته چې د افغانستان له دننه څخه د گاونډیو هیوادونو او نړیوالو په وړاندې گواښ موجود وي، ددغه ډول بریدونو د دوام احتمال موجود دی.»