د پاکستان له لاري د امریکايي تجهيزاتو ايستل
۱۳۹۱ بهمن ۲۳, دوشنبهپه افغانستان کي د امريکايي ځواکونو يوه وياند مارکوس اسپيد د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د فيبرورۍ ۱۱) ويلي دي، چي د شنبې او يکشبنې په ورځو يې په پوځي تجهيزاتو بار کانتينرونه له افغانستان څخه پاکستان ته انتقال کړي دي.
هغه ويلي دي چي دغه کانتينرونه د هغه پلان لومړۍ جوپه ده چي له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو د پلان له مخي د پاکستان له لاري ايستل کيږي.
د پاکستان اکمالاتي لار د امريکا متحده ايالاتو له پاره د تجهيزاتو د راايستلو په برخه کي تر ټولو کم مصرفه لار ده. د پلان له مخي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري بايد ټول جنگي امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووزي.
پاکستان له هغه وروسته چي د ۲۰۱۱ کال د نوامبر په مياشت کي ئې په افغانستان کي مېشتو امريکايي ځواکونو په یوه هوايي بريد کي ۲۴ پاکستاني عسکر ووژل په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو پر مخ خپله اکمالاتي لاره وتړله.
دغه هيواد له هغه وروسته بيا دغه اکمالاتي لار بيرته پرانيستله چي د ۲۰۱۲ کال د جولای په مياشت کي د امریکا متحده ایالاتو بخښه وغوښتله.
په دغه وخت کي چي پاکستان په افغانستان کي پر مېشتو بهرنيو ځواکونو باندي اکمالاتي لاره تړلې وه متحده ايالاتو د تجهيزاتو د راايستلو او اکمالولو له پاره له ډير اوږدې او له مصرف ډکي لاري څخه چي د افغانستان په شمال، مرکزي اسيا او روسيه کي تيريږي کار اخيست.
دا خبره تر اوسه پوري نه ده روښانه چي د امريکا متحده ايالات ولي په دومره ځنډ سره د پاکستان د اکمالاتي لاري څخه د خپلو پوځي تجهيزاتو په ايستلو سره پيل وکړ. دغه اکمالاتي لار چي د افغانستان له جنوب څخه پيليږي د پاکستان تر بندري ښار کراچی پوري غځېدلې ده.
د پاکستان د ترانسپورت وزارت يوه مسئول عطا محمد ويلي دي چي د شنبې په ورځ د کندهار له پوځي اډې څخه ۲۵ کانتينره د پاکستان د چمن ښار ته داخل سوي دي.
د پاکستان يوه بل سياسي مقام محمد یوسف ويلي دي، چي د شنبې په ورځ د تور خم له لاري هم ۲۵ کانتينزه پاکستان ته داخل سوي دي.
د امريکا متحده ايالات په روان وخت کي په افغانستان کي ۶۶ زره سرتيري لري. د امریکا متحده ايالات په پلان کي لري چي نزدې ۵۰ زره نقليه وسيلې او ۱۰۰ زره فولادي کانتينرونه له افغانستان څخه وباسي.
په افغانستان کي دغه راز د ناټو نزدې ۴۰ سرتيري هم مېشته دي چي له دغه هيواد څخه د وتلو د پلان له مخي ئې هم بايد تجهيزات راوايستل سي.