د «پاکستان فیشن ویک» درې ورځنی نندارتون
په کراچۍ ښار کې د «پاکستان فیشن ویک» په نامه د جامو په درې ورځني نندارتون کې مشهورو طراحانو خپلې نوي ډیزان کړي جامې نندارې ته وړاندې کړې. د نمایش پر مهال یو شمیر مشهورې څیرې هم د سټیج پر مخ را څرګندې شوې.
د پاکستان د کرکیټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی وسیم اکرم هم د فیشن اونۍ په مراسمو کې د شیزا خان له پاره په سټیج را څرګند شو.
د وسیم اکرم ښځې شنیرا اکرم په دې فیشن شو کې د صبا اسد ډیزاین کړې کم رنګه جامې پر تن کړې وې او پر ستیج را څرګنده شوه.
د پاکستان مشهورې هنرمندې ثروت ګیلاني د یاسمين زمان له خوا له پخمل ټوکر څخه د ډیزاین شويو جامو نندارې په وړاندې کولو سره د سټیج رونق لا پسې زیات کړ.
د پاکستان د تلویزوني سیریالانو مشهورې لوبغاړۍ ساره خان د دیپک پرواني له خوا په سور او طلایي رنګونو کې د جوړو شویو جامو نمایش وړاندې کړ.
د پاکستاني ډرامو یوې بلې مشهورې لوبغاړې او هنرمندې عایزه خان د الکرم له خوا د سور رنګه بخملي جامو نمایش وړاندې کړ.
د پاکستان د کامیابه فلم «جواني پهر نهي آني» مشهورو لوبغاړو فهد مصطفی او ماورا حسین د زینت چهوټاني له خوا د ډیزان شویو جامو نمایش وړاندې کړ.
د فواد خان میرمنې صدف فواد د ډیزانرې په توګه کار پیل کړی. د هغې له خوا د «پرواز هی جنون» فلم هانیه عامر او د «خاني» فیروز خان پر ستیج را ښکاره شول.
د انستګرام له مشهورو څیرو څخه حنا الطاف د زلبیري له خوا آتشي رنګه جامې انتخاب کړې وې.
نعمان عارفين چې په دې وروستیو کې د بریتانوي شهزاده ولیمز له پاره یې شیرواني تیاره کړې وه، په فیشن ویک کې خپل نوي ډیزانونه نمایش ته وړاندې کړل.
ډیزاینر عالمګیر د نارينه و د جامو له پاره د پاکستاني هنرمندانو شهزاد شیخ، علي سفینه، اسد صدیقي، آغا علي او فهد مرزا انتخاب کړی وو.
د مشهورې ډیزاینرې هما عدنان له پاره په کراچۍ کې د امریکا جنرال قونسل دیریان ارکي، پر ستیج را ښکاره شو او د پاکستاني جامو نمایش یې وړاندې کړ.
د هنرمندې سنبل اقبال له خوا د عایشه ابراهیم د ډیزان کړو جامو نمایش وړاندې شو.
د بوهیم له خوا د معرفي شوي یو کولیکسیون د نمایش له پاره صبور علي را څرګنده شوه. صبور علي د پاکستان د تلویزوني ډرامو یوه مشهوره لوبغاړې ده.
د پاکستان له مشهورو ډرامو څخه د یوې ډرامې (همسفر) منفې کردار نوين وقار د پنک ټری، له خوا دا رنګارنګه لباس انتخاب کړی وو.
انځورونه
1 | 14انځورونه