د پاکستان د جوړېدو ۷۱ کليزه لمانځل کيږي
پاکستانيان د اګست په ۱۴مه نېټه د خپل قيام ۷۱ او د آزادۍ ۷۲ کليزه لمانځي. د نوي حکومت د راتګ او د امنيتي ګواښونو باوجوده پاکستانيان په جم و جوش سره د آزادۍ جشن لمانځي. انځورونه يې دلته وګورئ:
رنګارنګ نښانونه او بيرغونه
د راولپينډي اسلام آباد په تقريبا هره ناحيه کي کوچني د سړک د غاړي دوکانونه جوړ سوي دي چي د آزادۍ د جشن سره تړلي سامانونه خرڅوي. په دغو دکانونو کي له شلو روپو څخه نيولې تر دوه زره کلدارو پوري نښانونه، بيرغونه او نور څيزونه خرڅيږي.
نښانونه او سټيکرونه
خرڅیدونکي نښانونه، چې سينجاغ يا ستن لرونکی څيز وي چې پر سينه لکه مډال لګول کيږي، د پاکستان د آزادۍ په ورځ خورا محبوب وي. دغه څيزونه د آزادۍ د جشن وروسته هم زیات وخت ژوند لري او زيات خلک يې تر زيات وخت پوري په جامو ټک وهي. د رنګارنګو نښانونو تر څنګ پر موټرو او دوکانونو د لګولو له پاره سريښ لرونکي انځورونه او شعارونه يا سټيکرونه هم ډېر محبوب وي.
د ډالر د قيمت د زياتېدو له کبله کم رانيونکي
نعمان سرور د لسم تولګې زده کوونکی دی او هر کال د خپل ورور سره په ګډه د آزادۍ د جشن سره تړلی د سړک د غاړي دوکان جوړوي. هغه دویچه ویله ته وويل: «خريداران د اورلوبو د سامان غوښتنه کوي او پوليس يې بيا د خرڅلاو اجازه نه راکوي. هغه سرسرانکي چي زموږ پر دوکان مو خرڅولې پوليسو راڅخه يووړې. سږکال د رانیوونکو زيات خوند نسته.»
چي مخ بيرغ وي نو ټول يو شان ته دي
بعضي کسان داسي ماسکونه اغوندي چي د پاکستان د بيرغ رنګ لري. هغوی وايي چي په دې توګه د اتحاد يوه ښه ننداره وړاندي کيږي او ټول يو شان ته معلوميږي.
پر موټرو بيرغونه
له خپل هيواد سره مينه او د خپل هويت سره دلچسپي د نړۍ په ټولو برخو کي تر سترګو کيږي. که مسکين وي او که بډای وي دا ډول احساس درلودلای سي. په پاکستان کي ځینې موټر لرونکي پر خپلو موټرو د تر تولو لوی بيرغ لګولو يو ډول ته سيالي غوندي کوي او غواړي په دې توګه د خپل هيواد سره خپله مينه څرګنده کړي.
له هيواد سره مينه د رزق منبع
د پاکستان د آزادۍ د جشن شپې او ورځي د بعضو غريبکاره کسانو له پاره يوه لنډ مهاله د لږو پيسو ګټلو موقع وي. خو زیات کسان وايي چي يو خو اوس زيات خلک د لوی اختر په سوداوو رانیولو اخته دي او بل د ډالر قيمت د جګېدنې له کبله او له بل اړخه د ماليو د جګېدو له کبله هم خريدارۍ کمي سوي دي. له دې کبله ښايي سږ کال دغه کسان ډیره ګټه ونه کړي.
امنيتي ګواښونه
په پاکستان کي د وروستيو ترهګريزو بريدونو له کبله بعضي بيري لا پر ځای پاتي دي. خو د هغه باوجوده زيات پاکستانيان د اګست د څوارلسمې په جشن کي په جم و جوش برخه اخلي.
سپيني او زرغونې جامې
د پاکستان په زیاتو ښوونځيو کي د آزادۍ د ورځي د جشن په ترڅ کي ځانګړي مراسم جوړيږي. په دې ترڅ کي د ښوونځيو تر څنګ بعضي خصوصي ودانۍ هم په بيرغونو او رنګارنګو زينتي څيزونو سینګار سوي وي. په تيرو وختونو کي د داسي جامو بازار هم ګرم سوی چي د پاکستان د بيرغ له رونګونو څخه جوړ سوي وي.