د پاکستان بل پخوانی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي هم ونیول شو
۱۳۹۸ تیر ۲۷, پنجشنبهد نیب ویاند د شاهد خاقان عباسي نیول تائید کړي دي، خو په دې هکله یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې عباسي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د جولای ۱۸مه) په اسلام آباد کې نیب دفتر ته د یوې قضیې په تړاو ورغوښتل شوی وو. خو هغه حاضر شوی نه وو. خاقان عباسي لاهور ته څیرمه نیول شوی دی.
د پارلمان غړي احسان اقبال، ویلي دي چې د ملي احتساب ادارې چارواکو د عباسي موټر هغه مهال ودراوه چې لاهور ته د داخلیدو په حال کې وو. عباسي بیا هلته نیول شوی دی.
د نیب چارواکي د طبیعي ګازو واردونکي یوه شرکت ته په تړون ورکولو کې د عباسي د نقش په هکله څیړنې کوي چې دی هم په دغه شرکت کې ونډه لري. خو عباسي په دې تړاو هر ډول سرغړونه ردوي.
د شاهد خاقان عباسي د نیول کیدو د خبر تر خپریدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې هم په دې هکله یو هیش ټیګ لاندې باندې کیږي. د اپوزیسیون ګوندونو سره تړلي کسان د هغه پر نیولو انتقاد کوي او د واکمن ګوند ملاتړي بیا د دې کار ستاینه په ټویټونو کې کوي.
عباسي هغه وخت د پاکستان لومړی وزیر شو چې د پاکستان مسلم لیګ ن، ګوند مشر نواز شریف د صدراعظمۍ له څوکۍ ګوښه شو. پخوانی لومړی وزیر نواز شریف هم په زندان کې دی او د هغه د ګوند یو شمیر نور پخواني وزیران هم په بیلابیلو قضیو کې نیول شوي دي.
(S.R/N.Z(AP