ترمپ د پوتین او زیلنسکي ترمنځ لیدو ته لاره هواروي
۱۴۰۴ مرداد ۲۸, سهشنبهد امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ اوس په دې هڅه کې دی چې تر یوه چت لاندې د روسیې او اوکراین د ولسمشرانو، ولادیمیر پوتین او ولودیمير زیلنسکي ترمنځ د لیدنې کتنې زمینه برابره کړي.
ترمپ په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین له لویدیځو متحدینو سره تر خبرو اترو وروسته په آنلایني پلتفورم "ټروت سوشل" کې ولیکل چې پس له دغې لیدنې کتنې به یوه درې اړخیره ناسته جوړه سي او په هغې کې به دی په خپله هم گډون وکړي.
اړوند:امریکا ته د اروپايي مشرانو سفر پرمهال پر خارکیف د روسیې تازه بریدونه
په سپینه ماڼۍ کې په یوې پنځه ساعته ناسته کې، ډونالډ ترمپ د آلمان د صدراعظم، فریدریش میرڅ، د اروپا د کمیسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین، د فرانسې د ولسمشر ایمانویل ماکرون، د فنلڼډ د ولسمشر، الکساندر شتوب، د ایټاليې د صدراعظمې جورجیا میلوني او د ناټو د عمومي منشي، مارک روټه کوربه توب وکړ.
ترمپ او زیلنسکي په پیل کې دوې اړخیزې خبرې اترې ترسره کړې. وروسته ترمپ له ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې. په یوې لویې راټولیدنې کې له اروپايي چارواکو او ناټو سره مشورو دوام پیدا کړ.
میرڅ: زما هیلې پوره سوې
د آلمان صدراعظم ، فریدریش میرڅ له دغې لیدنې کتنې وروسته وویل چې د زیلنسکي اوپوتین ملاقات به په راتلونکو دوو اونیو کې ترسره سي. تر اوسه ددغې لیدنې کتنې ځای لا معلوم نه دی. د آلمان صدراعظم، په واشنگټن کې خبرې اترې مثبتې وارزولې او وې ویل:« هیلې مې نه یوازې پوره سوې ، بلکه تر هغه لا ډیر څه تر لاسه سول. اوضاع کیدای سوای بل ډول سي. دغه ورځې د اروپا او اوکراین له پاره برخلیک ټاکونکي ورځې وې.»
د اوربند د اړتیا په اړه د نظر اختلاف
د خبرو اترو په ترڅ کې ، میرڅ یو وار بیا د لاډیرو مذاکراتو مخکې، په اوکراین کې د اوربند پر اهمیت ټینگار وکړ. هغه وویل:«نه سم کولای دا تصور وکړم چې بله غونډه پرته له اوربند څخه جوړه سي. راځۍ چې پر هغې باندې کار وکړو او هڅه وکړو چې پر روسیې فشار راوړو.»
خو زیلنسکي له پوتین سره تر لیدنې کتنې مخکې د اوربند پر رامنځته کولو ټینگار ونه کړ. د اوکراین ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې تر خبرو اترو وروسته وویل:«فکر کوم له هیڅ ډول مخکینیو شرطونو پرته باید ملاقات وکړو او دا وڅیړو چې د جگړې د پای ته رسولو له پاره دغې تگلارې ته څرنگه ادامه ورکولای سو. موږ په هر صورت آماده یو.»
اړوند:د واشنګټن ناسته؛ د آلمان صدراعظم د ترمپ او زیلنسکي په ناسته کې ګډون کوي
ترمپ له زیلنسکي سره په لیدنه کتنه کې وویل چې د اوربند اصطلاح یې خوښیږي، ځکه ډیر ژر د انسانانو وژنه بندوي « خو کولای سو پر داسي یوه توافق خبرې وکړو چې په هغه کې مو هدف د سولې توافق وي.»
ترمپ په لومړي سرکې په اوکراین کې د ژرترژره اوربند غوښتنه کړې وه، خو نوموړی تیره جمعه د الاسکا په ایالت کې له پوتین سره تر لیدنې کتنې وروسته، له دغه ډول غوښتنې څخه تیر سو.
د امنیتي تضمین له پاره د امریکا ژمنې
که څه هم ترمپ د اوکراین له پاره د امنیتي ضمانتونو په اړه په مبهم ډول عمل وکړ، خو وې ویل:« موږ به هغوی ته ډیر ښه حفاظت، ډیر ښه امنیت ورکړو.»
زیلنسکي د خپل هیواد له پاره امنیتي ضمانتونه، یعني د بریدونو په وړاندي د ساتنې اقدامات، له روسیې سره د سولې لومړیتوب وباله. زیلنسکي وویل:« ډیره مهمه ده چې د امریکا متحده ایالات یو ټینگ زیگنال واستوي او ددغو امنیتي ضمانتونو له پاره آماده وي. سربیره پردې، د اوکراین امنیت د هغه په اروپایی متحدینو پورې هم تړاو لري.»
د ناټو عمومي منشي، مارک روټه دا یو لوی گام وباله، ځکه چې د متحده ایالاتو ولسمشر ژمنه کړې وه چې په امنیتي تضمینونو کې به برخه واخلي. روټه زیاته کړه:« دا واقعاً یو پرمختگ دی او دغه ټول توپیر رامنځته کوي»
نوموړي له ترمپ څخه ددغه اقدام له امله مننه وکړه. میرڅ همدارنگه « په قاطعیت» سره له دغه واقعیت څخه هرکلی وکړ چې دامریکا متحده ایالات «له اروپایانو سره ددغې موضوع د امنیتي او همږغۍ د ضمانتونو د وړاندي کولو له پاره تیار دی.»
د آلمان امنیتي سرچینې وايي چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، ماکو روبیو اراده لري چې ددغې موضوع له پاره یوه طرحه جوړه کړي، دغه طرحه باید د واشنگټن او اروپایانو ترمنځ، د ترمپ، زیلنسکي او پوتین له درې اړخیزې لیدنې کتنې مخکې په یوه ویډیويي کنفرانس کې تصویب سي.